Civil Engineering Information
24/01/2026
د چت( slab) لپاره د ګول سیخانو(Steel) د محاسبه کولو عملي بېلګه
23/01/2026
څنګه کولی شو چې په یو ساختمان کې د پایو( Columns ) سمت یا جهت و ټاکو؟
06/12/2025
👷 د ابو لګولو د ډنډ هایډرولیکي ډیزاین
مثال١: په ډیرو لرې پرتو سیمو په ځانګړي ډول په هغه ځایونو کې چې د زراعتي ځمکو د خړبولو اصلي منبع چونې او کاریزونه وي او د اوبو مقدار یې کم وي او همدارنګه اوبه لګونه نوبتي سیستم ولري یا هم د سهم پر آساس وي نو د اوبو څخه د ښه او موثرې ګټې اخیستنې په خاطر لومړی اوبه په حوض او ډنډ کې د سهم پر آساس تر ټاکلي وخت پورې جمع کیږي او بیا وروسته د خړبولو په موخه ترې ګټه اخیستل کیږي.
مثال٢: د احمد خیلو په کلي کې چې 30 کورنی ژوند کوي د ځمکو خړبولو اصلي منبع کاریز ده او د نومړي کاریز د اوبو مقدار 5 لیتره پر یوه ثانیه کې دی په نوموړي کلي کې بشیر تر ټولو خلکو ډیره ځمکه او د اوبو سهم لری یعنې یو شواروز (شب او روز) یعنې 24 ساعته نو پدې آساس داسې ډنډ باید جوړ شي چې د بشیر د 22 ساعته اوبو د سهم د جمع کولو ظرفیت ولري ، د نوموړي ډنډ حجم او اندازې محاسبه او په لاس راوړی.
معلومات: په یوه ثانیه کې د کاریز د اوبو مقدار مساوي ده په 5 لیتره، په ډنډ کې د اوبو د جمع کولو اعظمي وخت 22 ساعته کیږي.
حل:
څرنګه چې د کاریز د اوبو جریان په یوه ثانیه کې 5 لیتره ده پدې مانا چې په یوه ثانیه کې یو لوښی چې 5 لیتره حجم ولي ډکوي.
همدارنګه داسې حوض یا ډنډ باید جوړ شي چې د 22 ساعته اوبو د جمع کولو ظرفیت ولري نو لومړی 22 ساعته په ثانیو تبدیلو ، ددې کار د پاره اول 22 ساعته په 60 کې ضربوو چې دقیقې ته واوړي او بیا دغه مقدار په 60 کې ضربوو چې ثانیو ته واوړي.
د اوبو د جمع کولو وخت 22 ساعته یاهم 1320 دقیقې او یاهم 79200 ثانیې.
اوس د د تناسب څخه ګټه اخلو او وایو چې که په 1 ثانیه کې 5 لیتره اوبه لاسته راځي نو په 79200 ثانیو کې به څومره اوبه لاسته راشي نو ځواب یې 396000 لیتره راکوي.
څرنګه چې 1000 لیتره مساوي په یو متر مکعب ده نو لازمه ده تر څو د حوض حجم د مترمکعب له جنسه محاسبه کړو چې 396 متر مکعب کیږي.
د ډند یا حوض اندازې:
د ډنډ د اړونده ساحې په پام کې نیولو سره باید داسې ډنډ جوړ شي چې 24 متر اوږدوالی او 12 متر پلنوالی ولري او س که چیرې د جمع شوو اوبو حجم چې 396 متر مکعب ده د ډنډ په پلنوالي او اوږدوالي باندې تقسیم کړو نو موږ ته د ډنډ ژوروالی راکوي یعنې د ډڼد ژوروالی 138 سانتي متره باید وي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul