RHDO-Relief Humanitarian Development Organization
27/04/2025
د نجات بشردوستانه پرمختيايي مؤسسې مؤسس او عمومي رئیس ښاغلي ډاکتر فيض محمد عاطف او ډاکتر ايمل منګل د مؤسسې تخنیکي چارو مسؤل په هلمند، فراه او هرات ولايت کې له پروژو ليدنه وکړه.
ښاغلي ډاکتر صاحب فیض محمد عاطف او ډاکتر ايمل منګل د ۲۰۲۵ م کال د آپریل ۲۰-۲۱ نېټه د هلمند ولایت د پروژې له مسؤلینو سره د همغږی غونډه وکړه. په دغه غونډه کې د خدماتو په کیفیت او لاسته راوړنو تاکید او د کارمندانو ستونزې واورېدل شوې او د حل په موښه یې لازم اقدامات او سپارښتنې وشوې.
او په یاد ولایت کې د عامې روښتیا ریاست او اقتصاد ریاست له مسولینو سره هم د همغږی ناست ترسره شوه.
د ۲۰۲۵ م کال د اپریل میاشت ۲۳ نېټه په فراه ولايت کې د پروژي څخه له نژدې ليدنه ترسره شوه او د پروژې، عامې روغتیا او اقتصاد رياستونو له مسوولينو سره همغږي غونډې ترسره شوي او د کار د بهبود لپاره لازم اقدامات ترسره او پروژې د ښه تطبیق په موخه د پروژې ولايتي مسولينو ته لازمې سپارښتنې وړاندې او د ترسره شویو خدماتو او چارو ملاتړ وشو.
د همدې سفر پر مهال هرات ولايت کې له پروژې ليدنه ترسره شوه او د رپروژې د ښه تطبیق په موخه هراړخیز حمایت شو.
د ياد سفر په ترڅ کې هغه کارمندانو ته چې په خپلو دندو کې صادق او ښه کارکردګي درلوده تشويق او ستاينليکونه ورکړل شول.
02/12/2023
د زابل ولایت RHDO ولایتي دفتر د هدایت په اساس یوه کمیټه جوړه او دشاجوی ولسوالۍ د DH روغتون څخه یې سوپرویژن ترسره کړ.
دزابل ولایت د RHDO ولایتي دفتر د هدایت په اساس یوه کمیټه د سوپرویژن لپاره جوړه او شاجوي ولسولۍ تی يې سفر وکړ چې د شاجوی ولسوالۍ د DH روغتون څخه یې نظارت ترسره کړ تر څو په یاد روغتون کې هیوادوالو ته معیاری خدمات وړاندي شي.
په ياد روغتون کې چې کوم روغتیایې مواد تخریب شوی وو یا ځینو موادو کمبوت وو په نښه شو د ولایتی دفتر سره به د کمیټي لخوا شریک کړل شي.
د ولایتی روغتون د پرسونل ستونزی او غوښتنې واوریدل شوی یادی غوښتني اوستونزي به د ولایتی دفتر سره په رسمي ډول شریک کړل شي.
د RHDO مؤسسه ژمنتیا لري چې روغتیایې مرکزونو ستونزي د کمیټو لخوا څخه په نښه کړی او پر وخت رسیده ګې ورته وکړی ترڅو ګرانو هیوادوالو ته پروخت او معیاري خدمات وړاندی کړي
نوټ: د RHDO ولايتي دفتر لخوا کمیټي جوړی شوي او د ټولو ولسوالیو څخه به سوپرویژن ترسره کړی د روغتیایې مراکزو ستونزي به په نښه کړي او ولایتی دفتر سره به شریکي کړي تر څو پر وخت دټولو روغتيا يې مراکزو ستونزو ته رسيده ګي وشي .
03/11/2023
زابل شملزو ولسوالۍ کې د پاکستان څخه راستانه شويو کډوالو ته د RHDOموسسې د IERT ټیم له لوري روغتيايي خدمات ترسره کېږي.
زابل په شملزو ولسوالي کې پر ډيورنډ کرښې د باديني دروازه کې د عامې روغتیاریاست سره په همغږۍ راستانه شويو هېوادوالو ته څلورويشت ساعته روغتيايي خدمات ترسره کېږي، چې پدې کار د ګڼو روغتيايي ستونزو د حل ترڅنګ د هېوادوالو لازم لاسنيوی شوی دی.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Contact the business
Website
Address
Opposite Street Of Kandahari Masjed, Kart-e/char, 3rd District
Kabul
Opening Hours
| Monday | 08:00 - 16:00 |
| Tuesday | 08:00 - 16:00 |
| Wednesday | 08:00 - 16:00 |
| Thursday | 08:00 - 16:00 |
| Sunday | 08:00 - 16:00 |