Hewad University
29/03/2023
ماه مبارک رمضان در روایات اسلامى ماه خدا و میهمانى امت پیامبر اکرم(ص) خوانده شده و خداوند متعال از بندگان خود در این ماه در نهایت کرامت و مهربانى پذیرایى مىکند.
پیامبر اکرم(ص) مىفرماید: «ماه رجب ماه خدا و ماه شعبان ماه من و ماه رمضان، ماه امت من است.
هر کس همه این ماه را روزه بگیرد بر خدا واجب است که همه گناهانش را ببخشد، بقیه عمرش را تضمین کند و او را از تشنگى و عطش دردناک روز قیامت امان دهد.»
مدیریت نشرات پوهنتون هیواد
26/03/2023
د هېواد تعليمي او تحصيلي شبکې د رئیس او رهبرۍ د غړو ترمنځ ناسته وشوه
د هېوا د تعليمي او تحصيلي شبکې د رئیس عطا محمد هلواک په مشرۍ د هېواد پوهنتون او هېواد باګرام خصوصي ښوونځي د رهبرۍ د غړو، اداري کارکوونکو او استادانو ترمنځ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د ۱۴۰۲ کال لپاره د کيفيت د لوړاوي د پلانونو پر پلي کېدو، يادې تعليمي او تحصيلي شبکې د لا بهتره کېدو، اداري او علمي وړتيا پر لا لوړېدو خبرې اترې وشوې.
د هېواد تعليمي او تحصيلي شبکې رئیس ټولو کادري او اداري غړو ته ډاډ ورکړ چې په ښوونيزه او زدهکړهييزه برخه کې په لوړه کچه د پلانونو تطبیق ته ژمن دی.
دغه راز نوموړي له ټولو کارکوونکو مننه وکړه چې په پوره صداقت خپلې چارې مخته وړي.
درناوی
د خپرونو مديريت
25/03/2023
هېواد پوهنتون د پسرلني سمېستر لپاره د کانکور متفرقه ازموينه واخيستله
د هېواد پوهنتون په انګړ کې له لسګونه محصلانو د ۱۴۰۲ کال پسرلني سمېستر لپاره د کانکور متفرقه ازموينه واخيستل شوه.
د پوهنتون مسؤلين وايي، يادو محصلانو لپاره مخکې له مخکې تدريسي او اداري چمتووالی نيول شوی دی.
ازموينه په داسې حال کې واخيستل شوه چې د ازموينې د ملي ادارې پلاوی هم حاضر و.
د يادونې ده چې بريالي زدهکوونکي به په حقوقو او سياسي علومو، اقتصاد او کمپيوټر ساينس پوهنځيو کې جذب شي.
درناوی
د خپرونو مديريت
24/03/2023
نن د کانکور متفرقه ازموینه
امروز امتحان کانکور متفرقه
هغه زده کوونکي چې د کانکور متفرقه ازموینې ته یې نوم ليکنه کړې، نن له غرمې وروسته دې هېواد پوهنتون کې د کانکور ازموینې ته حاضر شي.
ادرس: قصبه، سرک موټرفروشی، پوهنتون خصوصی هېواد
22/03/2023
"شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ"
د هېواد پوهنتون مشرتابه افغانانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو له امله مبارکي وايي.
دا میاشت دې په ټوله اسلامي نړۍ کې د امن، ورورلۍ او سولې پيلامه شي.
د روژې مبارکې میاشت کې د بېوزلو لاس نيوی وکړئ، مینه خپره کړئ او په خیریه کارونو کې تر یو بل مخکې شئ.
عبادتونه مو د خدای ج په ستر دربار کې قبول شه!
21/03/2023
د لوړو او با کیفيته زده کړو لپاره تر ټولو معیاري او د لوړو امکاناتو پوهنتون انتخاب کړئ.
د کانکور ازموینې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.
د هېواد پوهنتون د متفرقه ازموینې لپاره د خپلې خوښې وړ څانګه کې نوم لیکنه وکړئ او له ځانګړي تخفيف څخه ځان برخمن کړئ!
19/03/2023
د ۱۴۰۱ کال د علمي شورا وروستۍ غونډه جوړه شوه
د هېواد پوهنتون د رئيس عطامحمد هلواک په مشرۍ د حوت د مياشتې علمي شورا غونډه جوړه شوه چې پهکې علمي مرستيال، اداري مرستيال، د کيفيت د لوړاوي امر او د پوهنځيو رئيسانو برخه اخيستې وه.
د علمي شورا په دې غونډه کې د ۱۴۰۲ کال لپاره د مؤسسې په کچه ټول عملياتي، تطبيقي او انکشافي پلانونه د شورا غړو تر بحث وروسته تاييد شول.
دغه راز اکاډميک تقويم، د ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې کنفرانسونه، سمينارونه او ورکشاپونه، د کمېټو د غړو نوملړ، عملياتي پلانونه هم تاييد شول.
د ۱۴۰۱ کال د ستراتېژيک پلان د تطبيق او پرمختګ راپور او ترڅنګ يې د ۱۴۰۱ کال د کلني څار راپورونه هم تاييد شول او پرېکړه وشوه چې د لوړو زدهکړو وزارت سره دې شريک کړی شي.
----
فرجامین جلسه سال ۱۴۰۱ شورای علمی پوهنتون برگزار گردید
به ریاست محترم عطامحمد هلواک رییس عمومی پوهنتون جلسه نوبتی ماه حوت شورای علمی برگزار گردید.
در این جلسه معاونان علمی و اداری آمریت ارتقای کیفیت و روسای پوهنحی ها اشتراک نموده بودند.
در این جلسه پلان های عملیاتی، تطبیقی و انکشافی تمامی بخش ها بعد از شنیدن نظریات و پیشنهادات اعضای جلسه تصویب گردید.
همچنان تقویم اکادمیک سال ۱۴۰۲ ، جدول کنفرانس ها، ورکشاپ ها، اعضای کمیته ها و پلان های عملیاتی کمیته ها نیز تصویب گردید.
ضمن آن گزارش تطبیقی پلان استراتیژیک از بابت سال ۱۴۰۱ و گزارش نظارت سالانه نیز تایید گردید. و فیصله بر آن شد تا گزارش های یاد شده رسما با وزارت محترم تحصیلات عالی شریک ساخته شود
با حرمت
مدیریت نشرات
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Kabul