Abdullah Sorush
22/11/2025
زمونږ د زدکړو ګډونوال په یوټوب کې تر ۱۰۰۰۰ څخه زیاد شول.
له ټولو هغو کسانو څخه چې زمونږ چینل یې سبسکرایب کړی ده او یا یې مونږ سره په دې بهیر کې هر ډول همکاري کړې ده مننه کوم.
دا ډیر د خوښۍ ځای ده چې د هر ډول ستونځو ، او خڼدونو باوجود هم زمونږ هېوادوالو د کمپیوټر او آی ټي مربوطه اهمیت درک کړی ده او زده کړو ته یې وخت ورکوي.
په اوسني عصر کې د پرمختګ د پاره مهارتونه زده کول بیخي اړین او ضروري دي بغیر له کوم مهارت څخه پرمختګ ناشونی ده.
د چینل لنک: https://www.youtube.com/
03/11/2025
د ویبسایټ جوړونه برخه کې د ویبسایټ داسې ډیزاین په نظر کې نیول چې په هر اندازه سکرین کې مناسب او ښه ښکاره شي ضرور او اړین ده دا رقم ډیزاین ته Responsive Web Design وايي چې د عملي کولو لپاره یې ډیرې طریقې او میتودونه په ګډه کارول کېږي چې د یو Responsive Website لپاره Media Queries یو له همدغو طریقو څخه ده چې ددې په واسطه مونږ کولای شو دا مشخص کړو چې زمونږ ویبسایټ په هره اندازه صفحه کې څنګه ښکاره شي لاندې ویډیو کې مو عملا د یو پوهنتون د ویبسایټ لپاره Media Quries استعمال کړي چې په موبایل کې او په غټو سکرینونو کې د ویبسایټ مینو او عکسونه ځان برابر کړي
Responsive Website with CSS Media Queries | in real university website in Pashto by Abdullah Sorush In this Pashto tutorial, we build a real university website and make it responsive using CSS Media Queries.You’ll learn how to hide the navigation bar on sma...
20/09/2025
د HTML , CSS او JavaScript په واسطه څنګه کولای شو یو وړوکی ګیم جوړ کړو د کمپیوټر ساینس د ابتدایي محصلینو لپاره په ویب برخه کې یو کوچنی عملي مثال
Build a Game with HTML, CSS & JavaScript | Beginner Tutorial | in Pashto by Abdullah Sorush In this video, I teach how to create a Number Guessing Game step by step using HTML, CSS, and JavaScript.🎯 What you will learn:Handling JavaScript EventsUsi...
په دې ویډیو کې به تاسې دا زده کړئ چې څنګه کولای شو په اسانه او په وړیا ډول د خپلو شاګردانو - ماشومانو او کارمندانو کمپیوټرونه وڅارو او کنټرول یې کړو.
ښوونکي ، روزونکي ، آی ټي مدیران او اداري مدیران کولای شي ورڅخه ګټه واخلي
Learn how to easily monitor and control student computers using Veyon, a free and powerful classroom management tool.
In this video, I will guide you step-by-step on how to install, configure, and use Veyon on your school or lab network.
Ideal for teachers, IT admins, and trainers!
30/04/2025
په افغانستان کې ډیر وخت د حساب پاکولو وخت کې او یا هم د کاروباري شریکانو تر مینځ د حساب وخت کې جنجالونه او جنګونه رامینځ ته کېږي او یا هم ډیر وخت داسې مالي حسابونه وي چې پاکول یې میاشتې او حتی تر کال پورې وخت نیسي وجه یې دا وي چې حساب مسلکي کسانو نه وي درج کړی او په هغه سیسټم چې باید حسابونه درج شي نه وي شوي نو ځکه پکې سر درد او جنجال زیاد وي د ګډوډو طریقو پر ځای باید د سټنډرډ او منظم حسابداري سیسټم څخه ګټه واخیستل شي
هغه کسان چې غواړي د حسابداري په سیسټم پوه شي لاندې ویډیو ګانو کې مې د حسابداري اساسات ثبت کړي کولای شي ورڅخه ګټه واخلي او لاره پیدا کړي
1st class Accounting Introduction to accounting in Pashto By Abdullah Sorush principle Accounting in Pashto What is Accounting and its Definition
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Kabul