Best Lesson For Every Person

Best Lesson For Every Person

Share

11/04/2025

حدیث شمیره: 61
حَدَّثَنَا خَالِدُ بْنُ مَخْلَدٍ، حَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ، حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ دِينَارٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِنَّ مِنَ الشَّجَرِ شَجَرَةً لاَ يَسْقُطُ وَرَقُهَا، وَإِنَّهَا مَثَلُ المُسْلِمِ، حَدِّثُونِي مَا هِيَ" قَالَ: فَوَقَعَ النَّاسُ فِي شَجَرِ البَوَادِي قَالَ عَبْدُ اللَّهِ: فَوَقَعَ فِي نَفْسِي أَنَّهَا النَّخْلَةُ، فَاسْتَحْيَيْتُ، ثُمَّ قَالُوا: حَدِّثْنَا مَا هِيَ يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: "هِيَ النَّخْلَةُ".
ابن عمر رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي چې نبي صلی الله علیه وسلم و فرمایل په ونو کې یوه ونه داسې ده چې د هغې پاڼې نه غورځي او هغه د مسلمان په شان ده. نو تاسو ماته ووایئ چې هغه کومه ونه ده؟ ابن عمر رضي الله عنه وايي خلک د ځنګل د ونو په خیال کې شول. عبدالله بن عمر رضي الله عنه وايي زما په زړه کې راغله چې هغه د کجورې (خرما) ونه ده. خو زه یې د ویلو نه شرمېدم اخر صحابه وو عرض وکړ یا رسول الله که تاسو یې مونږ ته وښایئ؟ نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل هغه د کجورې (خرما) ونه ده.

04/04/2025

حدیث شمیره: 58
حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ سِنَانٍ، قَالَ: حَدَّثَنَا فُلَيْحٌ، وحَدَّثَنِي إِبْرَاهِيمُ بْنُ المُنْذِرِ، قَالَ: حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ فُلَيْحٍ، قَالَ: حَدَّثَنِي أَبِي قَالَ: حَدَّثَنِي هِلاَلُ بْنُ عَلِيٍّ، عَنْ عَطَاءِ بْنِ يَسَارٍ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: بَيْنَمَا النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي مَجْلِسٍ يُحَدِّثُ القَوْمَ، جَاءَهُ أَعْرَابِيٌّ فَقَالَ: مَتَى السَّاعَةُ؟ فَمَضَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُحَدِّثُ، فَقَالَ بَعْضُ القَوْمِ: سَمِعَ مَا قَالَ فَكَرِهَ مَا قَالَ. وَقَالَ بَعْضُهُمْ: بَلْ لَمْ يَسْمَعْ، حَتَّى إِذَا قَضَى حَدِيثَهُ قَالَ: "أَيْنَ - أُرَاهُ - السَّائِلُ عَنِ السَّاعَةِ" قَالَ: هَا أَنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: «فَإِذَا ضُيِّعَتِ الأَمَانَةُ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ» قَالَ: كَيْفَ إِضَاعَتُهَا؟ قَالَ: «إِذَا وُسِّدَ الأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ».
له ابو هریرة رضي الله عنه نه روایت دی چې یوه ورځ نبي صلی الله علیه وسلم مجلس کې خلکو ته څه بیان کولو، په دې حالت کې یو اعرابي (بانډه چي) نبي صلی الله علیه وسلم ته راغی اوپوښتنه یې وکړه چې قیامت به کله وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ور نکړ، نبي صلی الله علیه وسلم خپله خبره بیانوله. له همدې امله ځینو خلکو وویل چې نبي صلی الله علیه وسلم د هغه سړي خبره واوریده خو د هغه خبره ورته بده معلومه شوه نو له همدې کبله یې ځواب ورنه کړ او یوشېمر نورو وویل چې دا خبره نده بلکې خبره یې اورېدلې نده. تر دې چې نبي صلی الله علیه وسلم خپله خبره ختمه کړه، نو ویې فرمایل چرته دی (زه فکر کوم چې دا الفاظ وو) هغه د قیامت پوښتنه کوونکی څه شو، نو هغه پوښتنه کوونکي وویل یا رسول الله زه موجود یم نبي صلی الله علیه وسلم ورته و فرمایل: «کوم وخت چې امانت ضایع کړل شي نو ته د قیامت انتظار کوه». هغه پوښتنه وکړه چې امانت څنګه ضایع کیږي؟ ، نو نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې کار نا اهلو خلکو ته و سپارل شي نو ته د قیامت انتظار کوه».

04/04/2025

حدیث شمیره: 59
حَدَّثَنَا أَبُو النُّعْمَانِ عَارِمُ بْنُ الفَضْلِ، قَالَ: حَدَّثَنَا أَبُو عَوَانَةَ، عَنْ أَبِي بِشْرٍ، عَنْ يُوسُفَ بْنِ مَاهَكَ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو، قَالَ: تَخَلَّفَ عَنَّا النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَفْرَةٍ سَافَرْنَاهَا فَأَدْرَكَنَا - وَقَدْ أَرْهَقَتْنَا الصَّلاَةُ - وَنَحْنُ نَتَوَضَّأُ، فَجَعَلْنَا نَمْسَحُ عَلَى أَرْجُلِنَا، فَنَادَى بِأَعْلَى صَوْتِهِ: "وَيْلٌ لِلْأَعْقَابِ مِنَ النَّارِ" مَرَّتَيْنِ أَوْ ثَلاَثًا.
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه روایت دی چې فرمايي: یو سفر کې نبي صلی الله علیه وسلم زمونږ نه وروسته پاتې شو، کله چې رانژدې شو، نو لمونځ کې د تأخیر راتلو له امله مونږ ژر ژر اودس کولو او له همدې کبله مونږ پر خپلو پښو باندې د اوبو اچولو پر ځای په لاس پر پښو باندې اوبه خورولې نو نبي صلی الله علیه وسلم په اوچت غږ دوه یا درې ځله و فرمایل: د پښو ښنګري د اور (د عذاب) او سوځیدو له امله افسوس دی

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Maiwand Road
Kabul