Taj Mahal Civil Engineering center

Taj Mahal Civil Engineering center

Share

15/05/2025

14/11/2024

راځی چی د 80مترمعکب د خښتو دیوال لپاره د مواد مقدار محاسبه کړو.
په یوې ودانۍ کې د خشت کارۍ ټول مقدار 80m3 دی، ددغه
خشت کارۍ لپاره د ضرورت وړ خښتو، مصالې او په مصاله کې د شاملو موادو مقدار حساب کړئ، په داسې حال کې چې د مصالې د سیمنټ او شګې نسبت 1:5 په پام کې نیول شوی وي او د خښتو واقعي اندازې هم 21.5×10.25×6.5 سانتي متره وي.
حل: د خشت کارۍ 25% مصاله او 75% خښتې فرض کوو:-
له دی ځایه د 80m3 خشت کارۍ لپاره د مصالې مقدار عبارت دی له:-
Volume of Mortar = 80 × 0.25 = 20m3
نو د 80 مترمکعبه خشت کارۍ لپاره 20 مترمکعبه مصاله پکار ده
د 80 مترمکعبه خشت کارۍ لپاره د خښتو مقدار عبارت دی له:-
Volume of Bricks = 80 × 0.75 = 60m3
د خښتو د تعداد د معلومولو لپاره د خښتو پورتنی حجم(60m3) د یوې خښتې په حجم ویشو، چې مونږ ته د خښتو شمیر په لاس راکوي
Volume of one Brick = 21.5/100 × 10.25/100 × 6.5/100 = 0.00143m3
په سلو مو ځکه وویشلې چې مونږ ته د خښتو ابعاد په سانتي متر راکړل شوي وو، مونږ متر ته بدل کړل
Number of Bricks = 60/0.00143 = 41985 No.
د 5% ضایعاتو په پام کې نیولو سره لازمې خښتې عبارت دي له:-
Number of Bricks with 5% Wastage = 41985 × 5/100 = 44055 No.
د 1:5 مصالې لپاره د کاریدونکي ریګ او سیمنټو مقدار ددغه مصالې د مخلوط د ډیزاین له مخې چې د لابراتوار پواسطه لاسته راغلي محاسبه کوو.
او یا هم د یو متر مکعب مصالې د جوړلو لپاره 1.3m3 وچ مواد په پام کې نیسو او د موادو مقدار په لاندې ډول محاسبه کوو
Ratio(R) = (20 × 1.3)/ (1+5) = 4.33
Cement = R × 1 = 4.33 × 1 = 4.33m3 × 1440 = 6235.2kg
Number of Bags = 6235.2 / 50 = 125 bags
Sand = R × 5 = 4.33 × 5 = 21.65m3
نوټ: 1440kg/m3 د سیمنټو حجمي وزن دی.

01/04/2021

60 ګریډ یعنې څه معنا ؟ (Grade 60 = ?):

ګرانو دوستانو تاسو به ټول حتما د 60 ګریډ (Grade 60 steel bars) سیخ د نوم سره آشنا یاست او اوریدلی به مو وي او په تلویزوني اعلاناتو کې هم وایی 60 ګریډ سیخ .

اوس راځو 60 ګریډ معنا روښانه کوو.

لکه څرنګه چې مخکې پوستونو کې روښانه شول د سیخ د مقاومت د اندازه کولو واحدات د فشار د اندازه کولو د واحداتو په شان دي یعنې قوه تقسیم د مقطع پر مساحت باندې (Force / Area).

د پورته معلوماتو په پام کې نیول سره د 60 ګرید معنا 60 کیپس پر انچ مربع (60 Kips/in2) او یاهم 60000 پونډ پر انچ مربع ده (60000 Ib/in2) او یاهم (60000 psi) چې د پونډ پر انچ مربع (Pound per square inch) سره مساوي ده معنا ورکوي.

آخري پایله :

60 ګریډ یعنې (60000 psi) او یاهم 60000 پونډ پر انچ مربع ده (60000 Ib/in2).

همدا 60 ګریډ سیخ (Grade 60) د کلاس اې (Class A) او یا هم کلاس یو (Class 1) او یاهم (Fe-415) مارک سره معادل ده .

د (Fe-415) معنا:

(Fe) د اوسپنې معنې ورکوي یعنې د اوسپنې سمبول (Fe) ده او (415) د 415 نیوټن پر ملي متر مربع معنی ورکوي .

داچې واحدات یې د (psi) یا (pound per square inch) څخه (Newton/mm2) ته څرنګه تبدیلیږي او یا په بل عبارت سره ګریډ کلاس او یا هم مارک یو له بل سره څه اړیکه لري، په راتلونکي کې به نشر شي.

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Kabul