arzaq.gov.af

arzaq.gov.af

Share

02/06/2026

د سرپل پوهنتون استادانو ته شپږ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
ارزاقو مارتي شرکت، نشراتو مدیریت، د غبرګولي ۱۲ مه

د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري نن د دې ولایت پوهنتون استادانو ته شپږ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي ولېږدول شول.

د یاد ولایت د ارزاقو مدیر مولوي حکمت الله وحدت په رالیږلي خبر کې ویلي، چې دغه خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې اړوند مسوول ته وسپارل شول. نوموړي زیاته کړې، چې په دغو توکو کې وریجې، غوړي، لوبیا او نور اړین خوراکي مواد شامل دي.

همدارنګه د سرپل ولایت د ارزاقو مدیر له ټولو امارتي ادارو غوښتي، چې د خوراکي توکو د برابرولو په تړونونو کې د ارزاقو امارتي شرکت ته لومړیتوب ورکړي او د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له دې شرکت څخه ګټه واخلي.

هېره دې نه وي، چې ارزاقو امارتي شرکت ژمن دی، ترڅو معیاري خدمات وړاندې او د دولتي ادارو خوراکي اړتیاوې په ټاکلي وخت پوره کړي.
https://www.arzaq.gov.af/
Email: [email protected]

25/05/2026

د نېکمرغه لوی اختر په درناوي؛

د ارزاقو امارتي شرکت رهبري پلاوی او کارکوونکي د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.

اختر مو مبارک شه!

24/05/2026

د ارزاقو امارتي شرکت د نوې زنځیري مغازې د جوړېدو چارې پیل شوې
ارزاقو مارتي شرکت، نشراتو مدیریت، د غبرګولي ۳ مه

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د یوې نوې خرڅلاو زنځیري مغازې د جوړېدو چارې پیل شوې. په همدې مناسبت جوړ شوې مراسمو کې د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح، د شرکت آمرینو او مدیرانو او همدارنګه د ساختماني موادو د تولید امارتي شرکت د پروژې مدیر هم ګډون کړی و.

د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح د خپلې وینا پر مهال د یادې مغازې د جوړېدو اهمیت څرګند کړ او ویې ویل، چې د مغازو جوړېدل به خلکو ته د خوراکي توکو د ترلاسه کولو آسانتیاوې برابرې کړي او ترڅنګ به یې کاري فرصتونه هم رامنځته شي. نوموړي دغه پروژه د شرکت د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم ګام وباله او د دعا په لوستلو سره یې د جوړېدو چارې رسماً پیل کړې.

د املاکو آمریت انجنیر عبیدالله کریمي وویل، چې یاده مغازه د شرکت د مرکزي دفتر د دروازې ترڅنګ د ۸۵ متره مربع ځمکې پر سر په یوه پوړ کې په اساسي او معیاري ډول جوړیږي او په راتلونکي کې به ورباندې دویم پوړ هم جوړ شي.

هغه زیاته کړه، چې د دې خرڅلاو مغازې پر جوړېدو به ټولټال ۱۷۱۰۰۰۰ افغانۍ لګښت راشي او ټاکل شوې ده، چې د یوه امارتي ودانیز شرکت له لوري یې چارې په درې نیمو میاشتو کې بشپړې شي.

د املاکو آمریت د مسوولینو د معلوماتو له مخې؛ ارزاقو امارتي شرکت له دې وړاندې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د دولتي کارکوونکو لپاره د کوپوني توکو د وېش په موخه لسګونه زنځیري مغازې درلودې، خو د څو لسیزو کورنیو جګړو له امله یې د زیاترو مغازو ودانۍ ویجاړې شوې او له منځه ولاړې.

اوس مهال شرکت په پام کې لري، چې د خلکو د آسانتیاوو برابرولو او کاري فرصتونو رامنځته کولو او همدارنګه په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د کنټرول په موخه د خرڅلاو زنځیري مغازې د نوې کړنلارې له مخې په تدریجي ډول بېرته ورغوي او فعالې کړي.
https://www.arzaq.gov.af/
Email: [email protected]

24/05/2026

د کونړ او سرپل د ارزاقو مدیرانو د خپلو اړوندو ولایتونو له روزنتونونو څارنه کړې ده
ارزاقو امارتي شرکت، نشراتو مدیریت، د غبرګولي 3 مه

د کونړ ولایت د ارزاقو مدیر کریم خان کلیوال او د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر فضل‌الدین امید په رالېږلي معلوماتو کې ویلي دي، چې د خپلو اړوندو ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو تر چتر لاندې روزنتونونو څخه یې څارنې او ارزونې ترسره کړې دي.

د دوی په وینا؛ د څارنې پر مهال د روزنتونونو د پخلنځیو چارې، د خوړو د چمتو کولو بهیر او د غرمې ډوډۍ د وېش لړۍ له نږدې کتلي او ارزولي دي.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د بادغیس ولایت د ارزاقو مدیر محمدجان یوسفي هم د خپل ولایت له اړوند روزنتون څخه ورته څارنه او ارزونه کړې وه.
https://www.arzaq.gov.af/
Email: [email protected]

Want your organization to be the top-listed Government Service in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address


جوار سیلوی مرکز، ناحیه سوم، کابل/افغانستان
Kabul

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 13:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00