Ahmad

Ahmad

Share

03/12/2024

د انسان منځلو ماشين
جاپانۍ کمپنۍ بازار ته داسې په نوې ټکنالوجۍ سمبال ماشین صادروي چې يو کس به په 15 دقيقو کې مينځي او واچوي به يې
دغه ماشين په داسې ټکنالوجۍ سمبال دی چې اول به انسان مکمل سکين کوي ترڅو ورته معلومه شي څومره ګرمو اوبو او پاملرنې ته اړتيا لري له هغې وروسته يې بيا مينځي او انسان ته سکون او راحت احساس ورکوي
دا ماشين په داسې حال کې بازار ته راځي چې زموږ اکثريت خلک تراوسه د کاليو ماشين هم نه لري او ځينې يې بيخي لا پېژني هم نه

20/09/2024

د ميليونو کتابونو په نړۍ کې کوم کتابونه ولولو؟

د ستراتیژیکي لوستلو هنر:

دې کې شک نشته چې هر کتاب خپل ارزښت لري، او هرکتاب په لوستلو ارزي، خو هرکتاب يوازې د هغه چالپاره په لوستلو ارزي چې هغه کتاب يې د علاقې وړ وي او يايې موخې ته رسوي. او يا کېدای شي يو کتاب د يوه کس لپاره د کراتو لوستلو ارزښت ولري خو همدا کتاب بيا بل کس ته هېڅ يا ډېر کم ارزښت ولري. د بېلګې په توګه، د ادبياتو د زدکونکي لپاره د عالي ریاضياتو کتابونه اصلا اړين ندي، د حقوقو د محصل لپاره د د کمپيوټر اپليکشن کتابونه اړين ندي او يا هم د طب زدکونکي لپاره د شکسپير کارنامې او يا هم د رحمان بابا ديوان.نو اړينه ده چې د کتاب په ټاکنه کې ستراتيژيک و اوسو.

په خپلو موخو بايد متمرکز و اوسئ، کله چې کوم کتاب را اخلئ، له ځانو پوښتنه وکړئ:
غواړم څه شی لاسته راوړم؟
ايا زه د اقتصاد زدکونکی يم، د حقوقو، هنرونو، انجنيري اويا غواړم خپل شخصي ژوند او ځان ته وده ورکړم؟ که خپلې موخې معلومې کړئ نو د ګټور کتاب په ټاکنه کې به درسره مرسته وکړي.

د خپلو لوستلو دايره مالومه کړئ او د خپل ژوند او علاقې پر بنسټ خپل لوستل په مختلفو حلقو يا دايرو وویشئ:

۱. مسلکي پرمختګ:
که تاسو سوداګري زدکوئ، نو د ایریک ریس The Lean Startup یا د جیم کالینز Good to Great، او يا هم د ښاغلي دل کارنګي How to Win Friends and Influence People په څیر عنوانونه ولټوئ. دا کتابونه هغه بصیرت وړاندې کوي چې کولی شي ستاسو په مسلک باندې مستقیمه اغیزه وکړي.
که فلسفه زدکوئ، نو د افلاطون جمهوريت، د مارکوس مېډېټېشن، او يا هم د نيچه استاد Beyond Good and Evil غوندې کتابونه تاسو ته ګټور دي.

۲. شخصي پرمختګ:
د ځان د غوراوي لپاره، د جیمز کلیر Atomic Habits یا د اکهارت ټولې لخوا The Power of Now په پام کې ونیسئ. دا به تاسو سره مرسته وکړي چې غوره عادتونه او ذهني تمرکز رامنځته کړئ.

۳. سرگرمي او ارامښت:
د داستاني کتابونو لوستلو خوند مه هېروئ!
په پښتو ژبه د ارواښاد نصير احمد احمدي کتابونه بې جوړې دي، په ترکي کتابونو د الېف شفاک کتابونه او په انګليسي کتابونو کې د ګارسیا مارکیز د `يوازې توب سل کاله` one hundred years of solitude، د داستا یوفیسکي جنایت او مکافات (Crime and Punishment) او داسې نور.

که څه هم مختلفې ژانراوې پلټل ګټور دي—
خو یوه ورځ فلسفه او بله ورځ ارواپوهنه، يوه ورځ بيا تاریخ او بله ورځ سياست، زه شخصا د ډول مطالعې ګټورې او اغېزناکې نه بولم ځکه دا ډول مطالعه د انسان تمرکز او توازن شیندي، زه په دې باور يم چې په ځانګړو برخو کې ژور بصیرت او پوهه ترلاسه کول تر ډېره بريده موږ سره د يوه ثابت ژوند په جوړولو کې مرسته کولی شي. هغه کتابونه غوره کړئ چې تاسو ته ډیره ګټه رسوي او خپلو اصلي موخو ته مو رسوي.

پوښتنې؟
ايا دا معلومات ګټورو وو؟
تاسو د کتابونو انتخابولو او لوستلو لپاره کومې ستراتیژۍ کاروئ؟
کومو کتابونو ستاسو په ژوند کې رغنده اغېزه لرلې؟

ښه لوست،

ليکنه: احمد علي
نېټه: د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر ۲۰ مه
ځای: د کابل کارته چهار، له خپلې خونې

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Kabul
Kabul