Pashto Network
14/11/2022
څنګه کولای شئ په بحراني حالاتو کې خپل شخصي کاروبار پیل کړئ؟
که تاسو خپله دنده له لاسه ورکړې وي او اقتصادي حالت مو ورځ تر بل خرابیږي؛ نو غوره ده، چې خپل کوچني شخصي کاروبار پیل کړئ او په دې توګه د مناسب عاید په ترلاسه کولو سره د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړئ.
ډیری خلک فکر کوي چې د شخصي کاروبار پیلول ډیرو پیسو ته اړتیا لري او دغه چاره دوی ته ستونزمنه ښکاري، خو واقعیت داسې نه دی. کوم خلک چې نن ډیره پانګه او لوی کاروبارونه لري، دوی هم ستاسو په څیر له صفر څخه پیل کړی دی.
د کوچني کاروبار پیلولو لپاره ځینې لارښوونې شته،که تاسو یې عملي کړئ کولای شئ یو بریالی کاروبار ولرئ او ښه ګټه ترلاسه کړئ.
۱. د خپل شخصي کاروبار د پیلولو لپاره لومړی تاسو د خپل کار لپاره قوي ارادې او لیوالتیا ته اړتیا لرئ. که تاسو دا انګیزه ونه لرئ نشئ کولای خپل کار پیل کړئ، حتی که تاسو ډیرې پیسې هم ولرئ.
۲. د کوچني کاروبار پیلولو لپاره یو منظم پلان جوړول او ځینو خلکو سره چې په دې برخه کې تجربه لري، د خپل پلان شریکول مهم دي.
۳. ستاسو په سیمه کې د خلکو د اړتیاوو ارزونه وکړئ. د بېلګې په توګه، که دوی لومړنیو توکو لکه خوړو، پوښاک، لبنیات، د سونګ موادو او نورو شیانو ته اړتیا ولري، په یوه کې پانګونه وکړئ.
۴. خپلې شته پیسې په کار واچوئ، دا مهمه نده چې څومره پیسې لرئ. کله چې تاسو په بازار کې باور ترلاسه کړئ، لوی سوداګر دې ته چمتو کیږي چې تاسو سره اړیکه ټینګه کړي او تاسو ته خپل توکي په قسطونو درکړي.
۵. د خپل کاروبار لپاره داسې ځای غوره کړئ چیرې چې د توکو غوښتنه زیاته وي. دا مهمه نده چې موقعیت باید د ښار په مرکز کې وي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Afghanistan Kabul
Kabul
5