Zahed Zahed

Zahed Zahed

Share

19/12/2023
11/03/2022

په قیصص انبیا کې مې لوستلي چې:
عزرائیل ع چې کله د نبي (ص) څخه روح اخیسته نو نبي (ص) پوښتنه ترې وکړه چې زما په امتیانو به هم دروح اخیستلو په وخت کې دومره تکلیف وي نو عزارئیل (ع) ورته وویل چې په تا هم تکلیف شته له تاسره خو مې ډیره ګوزاره کړې نو نبي (ص) ورته وویل چې په ما دومره تکلیف ده لکه غرونه دې چې په ما ایښي وې نو نبي (ص) ورته وویل چې دمرګ څومره سختي ده هغه ټوله په ما واچوه خو زما په امت دا سختي مه راوله ځکه چې ددوی دا طاقت نشته دوی کمزوري دي , ملک الموت د
نبي (ص) سره وعده وکړه چې ستا هر یو امتي د فرض لمانځه نه وروسته ایة الکرسي ووایي د هغه نه به په دومره اسانۍ سره روح اخلم لکه یو ماشوم چې د مور سینو ته د پیؤ رودلو په وخت کې څومره زور ورکوي او دی دمور په سینه ویده شي او مور ورنه سینه لری کړي او ماشوم ته ددې پته هم ونه لګیږي.
نو موږ او تاسو ټول باید د هر فرض مونځ نه وروسته ایة الکرسي ووایو او وظیفه یې وګرځوه.

11/03/2022

له واده وروسته د خاوند خطا او نیمګړتیاوې
ځينې ځوانان عموماً تر واده وروسته ډير بدل شي، له خپلو نژدې دوستانو سره يې سلوک ښه نه وي. هغه نیمګړتیاوې او خطاوې چې له واده وروسته یې یو ځوان کوي عموماً په لاندې ډول دي چې باید ځان ځنې وساتي:
• تر واده وروسته له مور او پلار سره ښه سلوک نه کول (توجه او خاص ارزښت نه ورکول).
• د مور او مېرمنې ترمنځ توافق او روابط نه سمول.
• پر مېرمن شک او بدګماني کول.
• پر مېرمن غیرت نه کول.
• مېرمنې ته په سپکه کتل.
• خپل واک او مشرتوب ښځې ته ورکول.
• د خپلې ښځې مال په باطله طریقه خوړل.
• د مېرمنې د دیني تعلیم په اړه غفلت کول.
• د ښځې د نفقې په اړه بخیلي کول.
• تر اوږده سفر وروسته خپلې ښځې ته ناڅاپه راتلل.
• خپله ښځه ډېره ملامتول.
• د خپلې ښځې لږ شکرګذاري کول او نه تشویقول.
• د خپلې ښځې سره ډير جنجال کول.
• بې له ضرورته د خپلې مېرمنې سره خوابدتیا او لرې والی غوره کول.
• له کور څخه د باندې ډېر وخت تېرول او د خپل اهل سره لږ ناسته کول.
• له خپلې مېرمنې سره بد چلند او بد معاشرت کول.
• خپلې ښځي ته نظافت او ښایست نه کول.
• د کوروالۍ (ج**ع) اداب نه مراعتول.
• د خپل بستر حال افشاء کول.
• د مېرمنې په طبیعي عوارضو ناخبري.
• د حیض په دوران کې کوروالی کول.
• د مېرمني سره لواطت کول.
• بېله کوم سببه خپل مېرمن وهل.
• د ډيرو ښځو لرلو څخه غلط قصد کول.
• د خپلو څو ښځو ترمنځ عدل نه کول.
• په طلاق کې عاجله او تلوار کول.
• تر طلاق وروسته د ښځې بدي بیانول.
• تر طلاق وروسته د اولاد ضایع کول.
• د خپلې مېرمنې سره لږ وفاء کول.
• د خسرګنۍ بې عزتي کول.
• پر خپله مېرمن قناعت نه کول او نور مسلمانانو د ښځو طلب کول.
او داسې نور…….
دا ټولې هغه خطاوې او نیمګړتیاوې دي چې یو نارینه یې تر واده وروسته ترسره کوي. باید د ژوند د ستر نعمت څخه د ښه خوند اخیستلو لپاره د پورته کارونو څخه ځان وساتي.
مشاهده سایت

Want your business to be the top-listed Shop in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Website

Address


Kabul