Dareez
25/06/2026
د شهیدانو او معلولینو وزارت مسؤلین وايي، چې له دوی سره ۱۷۵ زره کونډې ثبتې دي او ور سره میاشتنۍ مالي مرسته کېږي.
د دوی په وینا هره هغه کورنۍ چې مشري یې یوه کونډه کوي د کورنۍ د هر غړي پر سر د میاشتې ۲۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي.
22/06/2026
غزني ښار کې د ٣٠٩ میلیونه افغانیو په لګښت تر ځمکې لاندې د یوه بازار د جوړولو چارې پیل شوې
15/06/2026
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي چې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د درېیو نجونو د ټپي کېدو پېښې عامل له موټر سره یوځای ونیول شو.
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد کس تر قانوني څېړنو لاندې دی او د پېښې په تړاو لازم اجراات روان دي.
د یادونې ده، نیول شوي کس څو ورځې مخکې په لنډکروز موټر درې نجونې ټپیانې کړې؛ د دې پېښې ویډیو په ټولنیزو پاڼو کې ډېره لاس په لاس او د خلکو له سخت غبرګون سره مخه شوه.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Website
Address
Kabul