Obaidullah Noor
13/03/2026
باچا او شمايله وروستۍ برخه!
باچا چې د لور خبرې واورېدې يو څه يې دريځ نرم شو او د خپلې ګرانې لور خبره يې ځمکې ته نه شوه غورځولی.
عثمان ته يې وويل:
لاړ شه د کوچنيوالي ملګری خالد دې له ټټۍ را وباسه، دا بخملي کالي ورکه چې له حمام وروسته يې واغوندي او په خپله مخه لاړ شئ.
عثمان د خالد خواته ورغی، د نوکرانو په مرسته يې را پورته کړ، نوي کالي يې ورکړل هغه په غ ککړ کالي يې ترې وباسل او يوه کڅوړه کې يې واچول. کڅوړه عثمان له ځان سره وساتله.
باچا له خپلې لور شمايلې، عثمان او خالد سره مخه ښه وکړه.
تر کيلو مټره پورې خلک د دوی رخصتي مراسمو کې په لار ولاړ وو. هغه خلک چې مخکې به يې لاسونه د سنګسار له ډبرو ډک وو اوس يې لاسونه له ګلونو ډک دي.
عثمان او شمايله په يو اس سپاره وو او خالد په جلا اس سپور وو.
له څه وخت مزل وروسته يې يو ځای کې دمه وکړه. خالد عثمان ته وويل:
تا کيسه ونکړه چې ته څوک يې ولې زما ژغورلو ته راغلې؟
عثمان ورته وويل: ما د خونکار باچا په وطن کې مزدوري کوله، هره ورځ به مې د ځوانانو مرګونه په خپلو سترګو ليدل. ته مې چې د سنګسار په ميدان کې وليدې د مرګ زړه مې درباندې ونشو ځکه دې ژغورلو ته را وړاندې شوم.
بيا عثمان له خالد وپوښتل:
ته ولې له خپل وطن څخه د شمايلې ګټلو لپاره راغلی وې، ژوند دې په خطر کې واچوه؟
خالد ځواب ورکړ: زه د باچا زوی يم، پلار مې د ايران باچا لور راته کوژده کړه. زه خپلې کوژدنه پسې د بنجاره سامان خرڅولو په بهانه ايران ته لاړم. له هغې مې د غاړکۍ په بدل کې خوله وغوښته رايې کړه.
کله مو چې واده وکړ ورته ومې ويل دا غاړکۍ دې له کومه کړه؟
هغې له ډېرو ورځو وروسته راته وويل چې په يو شرط کس درښيم چې له خونکار باچا شمايله وګټې.
ما کې هم افغاني غيرت را پورته شو د شمايلې ګټلو لپاره راغلم خو ناکام شوم.
عثمان ورته وويل: سر چې ژوندی وي خولۍ ډېرې دي. دا ښه ده چې له دې ځای خپل کور ته ژوندی ستنېږې.
له ډېر تګ وروسته بيا درې واړه د دمې لپاره له اسونو ښکته شول.
عثمان خالد ته وويل: زه ښځه لرم، بچيان هم لرم او اوس مې ځواني ده بايد پيسې وګټم. زما لخوا دې دا شمايله تاته ډالۍ وي، زه درنه لاړم تاسې دمه وکړئ په کرار خپل کلي ته لاړ شئ
خپلې ښځې ته به دې بهانه هم جوړه وي چې دا ده شمايله مې وګټله او راغلم.
عثمان ترې لاړ، دوی دمه اوږده کړه.
عثمان( د خالد ښځې) چابک اس وځغلاوه او له دوی مخکې کور ته ورسېده. خواښې او خسر ته يې ژر کيسه وکړه چې ستاسې زوی سلامت راغی او د خونکار باچا لور شمايله یې هم ګټلې ده.
خو! پام چې له ما يې خبر نکړئ ورته و نه وايئ چې دا هم درپسې وتلې وه.
له څو ساعتونو وروسته خالد خپلې کوڅې ته راننوت، زرګونه خلکو ګلان پرې وشیندل او په ډولونو يې د ده راتګ بدرګه کړ.
خالد کور ته راغی، مور ته يې خپله دوهمه مېرمن شمايله معرفي کړه او کيسه يې ورته وکړه چې څنګه په تکليف مې لاسته راوړې ده.
له چای څښلو وروسته يې له موږ پوښتنه وکړه:
هغه بله اېنګور دې نښکاري چېرته ده؟
- هغه دا ډېر وخت کېږي ناروغه ده، کوټه کې به وي.
ماښام شو د خالد لومړۍ ښځې بيا يوه ښکلې جوړه کالي پر تن کړي دي، هماغه غاړکۍ چې يې له خالد نه د يوې خولې په قېمت اخيستې وه په غاړه يې کړه او په تخت کېناسته.
خالد کوټې ته ننوت، ځان بېخي فاتح ورته ښکارېده. ښځې سره له سلام کلام مخکې يې پوښتنه ترې وکړه هله هغه غاړکۍ دې له کومه کړه؟
ښځه يې لږه شېبه غلې وه.
دا ځل خالد دوه کلکې څپېړې کش کړه او ورته وې ويل:
د مردارې لورې! هلته دې د شمايلې په ګټلو پېغور راکړ، د مرګ خولې ته دې ولېږلم اوس مې چې هغه شرط پوره کړ اوس راته ووايه غاړکۍ دې له کومه کړه؟
ښځې يې د تخت لاندې کڅوړه را وباسله. په کڅوړه کې د خالد هغه کالي وو چې په غ لړلي وو، له هغه ځای نه يې ځان سره راوړي وو.
خالد ته يې وويل:
غاړکۍ د دې کاليو مالک راکړې ده.
خالد چې کڅوړه کې کالي وليدل ور په ياد شول چې دا خو هغه کالي دي چې درې شپې درې ورځې او شپږ ساعته مې په ټټۍ کې اغوستي وو.
په کيسه يې سر خلاص شو، د ښځې پښو ته وغورځېد او ورته وې ويل ستا دې زما په سر قسم وي چې دا راز چاته مه وايه.
ته او شمايله خپلو کې د خوښۍ ژوند سره تېروئ او نوره به زما او ستا اړيکه لکه د پاچا او د غلام داسې وي.
د ښځې يې زړه پرې درد وکړ، بښنه يې ورته وکړه او له دې وروسته يې ژوند په خوښۍ سره روان وو.
پای.
په دې هيله چې له کيسې مو خوند اخيستی وي، راتلونکې کې به له دې ښکلې کيسې وړاندې کړو.
😎
Click here to claim your Sponsored Listing.
Contact the business
Telephone
Website
Address
Kabul