Islamic Interesting Informatioon and Inviting

Islamic Interesting Informatioon and Inviting

Share

13/07/2015

نن شب قدر دي
د قرانكريم تلاوت مه هيروي زكه شب قدر د زرو مياشتو سخه بهتره ده او خبل دي مظلوم ولس ته هم دعاكاني وكري

11/07/2015

رښتیا او درواغ

الله تعالی په قرآن کی د مؤمن د اساسی خاصیتونو په هکله داسی فرمایی : « اې مؤمنانو ! ولی هغه څه وایاست چی پخپله یې نه کوﺉ ؟ د الله په نزد تر ټولو متنفر شی دا دی چی هغه څه چی وایاست خو کوﺉ یې نه . » ( الصف : ۲ ـ ۳ )
د رسول الله (ص) څخه وپوښتل سوه چی « آیا یو مؤمن بد بخت کېدای سی ؟ ورته ویې فرمایل چی هوکې . ورڅخه وپوښتل سوه چی آیا یو مؤمن ډارن او بې زړه کېدای سی ؟ ورته ویې فرمایل چی هوکې . او بیا ورڅخه وپوښتل سوه چی آیا یو مؤمن درواغجن کېدای سی ؟ ورته ویې فرمایل چی یا . »

په بل روایت کی راغلي چی یو سړی د رسول الله (ص) حضور ته ورغی او داسی یې ورڅخه وپوښتل : « اې د الله رسوله (ص) ! زه په حقیقت کې په پټه درې ګناهوی کوم : یعنی شراب څښم ، زنا کوم او درواغ وایم . نو راته ووایه چی د دغو څخه کوم یو یې ترک او خوشی کړم ؟ ورته ویې فرمایل چی : درواغ پرېږده . سړی هم ولاړﺉ ، او وروسته یې زنا ته شوق وسو خو د ځان سره یې فکر وکړ چی زه به د رسول الله (ص) حضور ته ورسم او هغه به راڅخه وپوښتی چی آیا زنا دې کړې ده ؟ که زه ورته ووایم چی هوکې ، نو هغه به سزا راکړی . او که ورته ووایم چی یا ، نو خپله ژمنه به می ماته کړې وی یعنی درواغ به می ویلی وی . ځکه یې نو د زنا څخه ډډه وکړه او د شرابو په باره کی یې هم کټ مټ ځان راټول کړ . وروسته د رسول الله (ص) حضور ته راغی او داسی یې ورته وویل : اې د خدای رسوله (ص) ! ما اصلاً درې واړه کارونه ترک کړل . »

هو ، نو آیا دا ثابته نه سوه چی درواغ د هری ګناه او بد کار ریښه ده او هغه د نورو ګناهونو رهبر دی ؟ موږ او تاسی به هیڅکله د درواغجن په نسبت بل داسی خوار او بدمرغه انسان و نه وینو . روایت دی چی درواغ د ټولو ګناهونو مور ده . بې ایماني د درواغو تر ټولو شدید ډول دی ، ځکه چی هغه پر الله (ج) درواغ وایی . همدا علت دی چی په اسلام کی درواغ هیڅ ځای نه لری او درواغجن د خدای دښمن دی . نو الله دی هغه کسانو ته نجات ورکړی چی په دغه مزمنه ناروغۍ مبتلا دي او متباقی دی الله له دې وجداني پستۍ او نا آرامۍ څخه وژغوری .

11/07/2015

درنو لوستونکو ، روژې ته الله تعالی ځکه د نورو یوولسو میاشتو په پرتله ډیر اهمیت ورکړی دی چی اول خو یې دا خپله میاشت بللې ده ، او دوهم دا چی هدف یې دا دی چی که یې بندګانو په دا نورو ۱۱ میاشتو کی په خپلو دینی عباداتو او نیکیو کی د غفلت ، سُستۍ او بې پروایۍ څخه کار اخیستی وی نو په دې میاشت کی هغه جبران کړی

11/07/2015

السلام علیکم رونو:
االله مو په عمرونوکی برکت واچوه خدای مو تل حوشحاله او اباده لره
ایا غواړی چی اسلامی معلومات له فیسبوک څخه ترلاسه کړی ؟
ایا غواړی چی ستاسو اسلامی سوالونو ته د فیسبوک له لاری جواب درکړل شی؟
که غواړی نو دا وخت تاسو ته یواځی او یواځی د اسلامی لارښوونی په نوم صفحه درکوی نو بیا بیړه وکړی دا صفحه لایک او کومی پوښتنی چی درسره وی نو په لومړی کمنټ کی یی ولیکی دا صفحه له خپلو دوستانو سره شریکه کړی.
د لایک کولو لپاره مهربانی وکړی پدی پوسټ دوه ځل کلیک وکړی او د اسلامی لارښوونی په نوم صفحه لایک او شیر کړی.
www.facebook.com/islam.info155

Islamic Interesting Informatioon and Inviting پدی صفحه کی تاسو کولای شی چی اسلامی معلومات ترلاسه کړی او هم کولای شی چی خپلی اسلامی پوښتنی وکړی او جوابونه یی ترلاسه کړی.

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Islamic Information
Jalalabad
30000