Ebtekar Professional Academy

Ebtekar Professional Academy

Share

27/05/2026

د ابتکار نور تخصصي اکاډمي رهبري، د لوی اختر د مبارکو ورځو په مناسبت، د افغانستان ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول د غزني متدین، غیور او باعزته ولس ته د زړه له کومې مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوي.

الله ﷻ دې دا سپېڅلې ورځې زموږ د ایمان د پیاوړتیا، د زړونو د یووالي، د مینې او ورورولۍ د ټینګښت، او د اسلامي اخوت د لا پراختیا سبب وګرځوي.
د لوی اختر دا مبارک فرصت دې زموږ د عبادتونو، قربانیو او دعاګانو د قبولۍ، او زموږ ګران وطن ته د تلپاتې سولې، سوکالۍ او ثبات زیری شي.

لوی اختر موږ ته د حضرت ابراهیم علیه السلام د اخلاص، قربانۍ، اطاعت او ثابت ایمان ستر درس راکوي.
راځئ چې د همدې عظیم پیغام په رڼا کې، د یو بل لاسنیوی، بښنه، مهرباني او انسانیت خپل ژوند او ټولنه کې پیاوړی کړو.

په درنښت
د ابتکار نور تخصصي اکاډمي رهبري
عید سعید قربان مبارک
EID AL-ADHA MUBARAK

07/04/2026

د عربي ژبي نوی پیل شوي صنفونه...
صنوف نو شروع زبان عربی..

Want your school to be the top-listed School/college in Ghazni?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Wahdat Street, Third-plan
Ghazni
1002