Bakhtullah Ghani

Bakhtullah Ghani

Share

Photos from Bakhtullah Ghani's post 02/11/2025

بې‌حده مینه

د اولاد سره مینه هغه احساس دی چې حد او سرحد نه پېژني. مور و پلار د خپلو بچیانو د خوښۍ لپاره ډېر داسې کارونه هم کوي، چې ښایي هغوی ته پخپله نه وي خوښ. ماشومان زموږ د ژوند رڼا ده. کله چې ورسره مستي کوو او وخت ورسره تېروو، د ژوند خوږوالی ښه حسوو.

خو کله چې دا مینه زموږ د ماشوم له لارې، د نورو کوچنیو مخلوقاتو، لکه حیواناتو سره هم پیدا شي، نو هغه وخت دا مینه رښتیا هم عجیب رنګ اخلي.

نن ورځ زما زهرا، چې زړه یې ډېر نرم دی، له خپل مور سره ژړا وکړه، چې یوه پیشو (پیشوګۍ) باید کور ته راولو. موږ په پیل کې زړه نازړه وو، خو زهرا ډېره ژړلې وه، او موږ هم دا مینه درک کړه.

بیا مې یوه وړوکې، خو ډېره نازک پیشوګۍ راوړه. ښه مو پرې شامپو وکاروله، پاکه مو کړه، لمر ته مو کېنوله، ترڅو ښه وچه شي. اوس زهرا ورسره ساعتونه مستۍ کوي، خنداګانې کوي، او کوټه یې ورته ځانګړې کړې ده.

موږ اوس نه یوازې د زهرا خیال ساتو، بلکې د دې وړې پیشو هم ښه خیال کوو؛ هم د هغې خوراک، هم پاکوالی. ځکه پوهېږو چې د اولاد خوښي زموږ خوښي ده
هر وخت چې موږ په کور کې څه خوراک وکړو، زهرا وايي: 'دا هم پیشو ته ورکړئ
زهرا ډېره زړه‌سوانده او بې‌حده هوښیاره نجلۍ ده

غم نداری، بز بخان

Want your business to be the top-listed Grocery Store in Gardez?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Gardez
2201