Mujeeb Yousafzay
02/09/2025
مينه
ربه! داسې لېونے شوم په يو خيال باندې مئين شوم
ځم ډوبېږم سمندر کښې په يو لال باندې مئين شوم
ربه! دا څنګه مستي ده چې جانان مې پکښې ورک کړو
کۀ په مخ د يار د سترګو په دلال باندې مئين شوم
زۀ د سيند د څښلو نۀ وم يوه لپه مې کړه پورته
زۀ د لمر د مينې نۀ وم په هلال باندې مئين شوه
چې مې نۀ ځائېد سينه کښې په خوبونو کښې مې ځاے کړو
مخ مې کړو مخ د جانان ته په يو خال باندې مئين شوم
دا مستي نۀ د ځواني ده نۀ مستي ده د شرابو
دا خو زۀ د يار د سترګو په يو خيال باندې مئين شوم
دا مې بانګ د لېلا واورېد کۀ ستاينه د بلال؟
کۀ د يار پايلو شرنګ کښې په يو تال باندې مئين شوم؟
پتنګ پروت وۀ په تيارۀ کښې په نامه د شمعې مست شو
کۀ دا زۀ د يار د سترګو په يو خيال باندې مئين شوم؟
ملخ سېورے د لمر وليد په يو څاڅکي د شبنم کښې
کۀ صنم ما ته مسکے شو په خوبونو د صنم کښې
غني خان بابا
Click here to claim your Sponsored Listing.