Muhammad Sahaar
13/06/2026
#تازه:
په کندهار او هلمند ولایتونو کي د توپاني بادونو را پورته کېدولو اټکل نسته.
د دواړو ولایتونو په ډیرو سیمو کي فقط عادي بادونه دوام کوي.
هغه اوازې چي په یادو ولایتونو کي به سخت توپاني بادونه را پورته او توره شپه سي بې اساسه دي.
هیوادوال دي تشویش نه کوي.
د هند د هریانا ایالت توپاني باد او تندر ځپلی.
په ښار کي یې د باد سرعت د ١٥٠ څخه تر ١٧٠ کیلومتره پر ساعت اټکل سوی وو، چي له امله یې ګڼي درختي چپه سوي، یو شمېر ودانۍ نړېدلي او زیانمني سوي دي.
راپورونه ښیي چي دې سختي توپاني پیښي انساني تلفات او پراخ مالي تاوانونه هم را منځته کړي دي.
24/05/2026
Kandahar Daily Weather Update Forecast|
نن یکشنبه د کندهار په ټولو ښاري سیمو او نژدې ولسوالیو کي د باد اندازه نسبتاً ډېره خو په بولدک ولسوالۍ کي تر نورو سیمو ډېره اټکل سوې.
د بولدک څخه ماسېوا په نورو سیمو کي نن د دوړو د توپان را پورته کېدولو اټکل نسته.
یادونه:
په بولدک ولسوالۍ کي د تیزو یا توپاني دوړو اټکل نسته بلکي د کمزورو او عادي دوړو اټکل ور کول سوی. یادونه مو یې ځکه کړې چي تر نورو سیمو هلته د باد اندازه ډېره اټکل سوې نه شدیده.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Long Iceland City
Khost
11101