Amanullah Jamalzai
26/08/2025
نظم
په واټونو کې مرګونې سیلۍ ګرځي
ما تړلې دي کړکۍ د خپلې خونې
ښار وهلی دی وحشت د مرګ د وېرې
له یو بله ګرېزان دي وړکي جونې
څوک همراز د یوې خبرې موندای نشي
زما خونې ته راغلي همرازان دي
له سهاره تر بېګا کیسې تودې دي
څه د عشق دي، څه د ژوند، څه د ایمان دي
مخامخ راسره ناست خوشال خټک دی
په ګیلو دی راته سر له خپله قامه
د اورنګ له جوره ډېر له غرېوه ډک دی
زړه یې تور دی له بې ننګه زوی بهرامه
د صائب او د بېدل تر منځه ناست یم
مولانا دی، ګنجوي دی، پسرلی دی
د حافظ او د رحمان بحث تودېږي
شګفته د کاظم خان شیدا تندی دی
مولانا کوي کیسې د خدای د مینې
د رحمان بابا په خوله د محشر غم دی
دی اوښتی د حمید له غمه شین زړه
خط پر مخ باندې راغلی د صنم دی
په عالم پسې راغلی مرګ تر کوره
زه کوربه د ژوند پرستو مشالو یم
آزادي به تر دا پورته نوره څه وي؟
چې بندي د کتابتون په دېوالو یم
امان الله جمالزی
Click here to claim your Sponsored Listing.