PkMap

PkMap

Share

20/04/2026

#پښین کې باید دا خبره هر ملګری په یاد ولري چې ګوندونه د فېسبوک په شور او نعرو نه پیاوړي کېږي، بلکې د منظم تنظیم عملي مبارزې او قربانیو په زور ولاړ وي هغه کسان چې یوازې پر سوشل مېډیا ځانونه فعال ښيي د پښین د سیاسي تحریک لپاره هېڅ ګټه نه لري، بلکې کمزوري یې کوي اصلي ملګری هغه دی چې تنظیم وپېژني، د ګوند له اصولو پابندي وکړي او په میدان کې د خپل ولس لپاره ودریږي هغه کسان چې یوازې د موبایل تر شا انقلابيګر ځي خو په میدان کې نه لیدل کېږي، هغوی دې ځانونه غول نه کړي دا ډول منافقانه چلند نور د زغملو نه دی ګوند د قربانۍ نظم، او عملي مبارزې نوم دی نه د سوشل مېډیا د شهرت بازار.هر څوک چې د تنظیم له اصولو سرغړونه کوي یوازې پر فېسبوک سیاست کوي او د عمل له میدان څخه تښتي، هغه به د تحریک د کمزورۍ مسوول ګڼل کېږي او پر ضد به یې بې‌له کومې نرموۍ سخت تنظیمي ګامونه پورته شي
اصلي ملګری یوازې هغه دی چې
د تنظیم هر اصل ته بې‌چون و چرا غاړه کېږدي
د ګوند د فیصلو عملي تطبیق وکړي
په سختو حالاتو کې هم د خپل ولس لپاره په میدان کې ودرېږي دا حقیقت باید هر څوک ومني
سیاسي تحریک د قربانۍ نظم، اخلاص او عملي مبارزې نوم دی نه د مجازي نړۍ د شهرت دسیسه.
د خپل ولس لپاره په میدان کې د ستونزو پر وړاندې ودرېږي نه د پوسټونو تر شا پټ شي
دا تحریک د احساساتو او نمایشي سیاست ځای نه دی دا د عمل، قربانۍ او وفادارۍ سنګر دی.

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Pishin?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Pishin