Economic information
19/07/2026
د نیمروز پۀ دښت کې د تندې له وجې د ځوانانو م.ړینه، چې پۀ ق.اچاقي لارې ایران ته تلل، ډېری پخوانیو او اوسنیو چارواکو، پرې غمرازی ښودلی، خو بدبختانه چې یوه ډله ېې هم ځانونه مسولین نه ګڼي، ډېر د خواشینۍ خبره ده.
ددې مسولینو د غمرازۍ، لاندې مې د ډېرو کسانو تفصیرې وکتلې او پدې نتیجه ورسیدلم، چې دا وطن پۀ رښتیا نه جوړیږي او نه به پر موږ د بلاګانو کمی راځي.
د غربت او بېکارۍ لۀ وجې هېواد، فامیل او کورنۍ پرېږدي او سخت لارو د یو لاس ډوډۍ ګټلو لپاره کالونه کالونه مسافري کوي، خو موږ بیا وایو چې ولې تلله؟
خو دا د بېغورۍ، بېمسؤولیتۍ او ناکامو سیاستونو ژوندی شاهد دی. څومره نور انسانان باید د تندې له امله ساه ورکړي، تر څو د دې غمیزو مخه ونیول شي؟ هغه کسان چې د ښه ژوند په هیله د مرګ لارې ته اړ کېږي، د ټولنې او مسؤلو ادارو د ناکامۍ تر ټولو لوی ثبوت دی.
😭😭😭
بریالیتوب تر لاسه کولو لپاره باید
۱. هدف وټاکې.
۲. سخت کار وکړې
۳. صبر ولرې.
۴. له تېروتنو زده وکړې
۵. بریالیتوب به ترلاسه کړې.