حیام HeYam
17/05/2026
چا ویل چی درد انسان قوي کوي، درد انسان بې حسه کوي، روح یې ور وژني، ذوق یې ړندوي، زړه یې کلکوي، او انسان بوډا کوي.😌
12/05/2026
د مرګ فرښته هیڅ کله د روح اخستلو پر وخت له چا څخه اجازه نه اخلي؛ پس فکر وکړئ! آیا دا لنډه دنیا، دا غیر اخلاقي فلمونه کتل، سندرې اوریدل، له خلکو سره بې رحمانه سلوق کول، آیا دا لنډ ژوند په دومره څه ارزي؟
11/05/2026
د سکون ځای دا دی چې زړه مې د ډیرې نیستۍ باوجود له ځان سره ساتلی، د چا په شتمنۍ پسې مې ندی بوولی.
07/05/2026
خوب او ویښتیا:
کله چې،
لا ځوان وم او ځواني وه،
د کور او نږدې ڪلي تر منځ،
په یوه مازدیګرني تګ راتګ کې،
یوه پیغله کوچۍ،
لکه د حورو سرداره،
لکه واوره سپینه،
لکه غسل خوږه،
لکه اوښکه رڼه،
لکه زړه مهربانه،
له ځوانۍ نه، لکه مستۍ نه،
رپېدله، ریږدېدله،
▪راغله،
راته ویې کتل،
سکوت یې مات کړ،
"دمینې اور مې سینه سوځوي"
کومه مینه؟
له چا سره مینه؟
کوم زړه؟
دا مهربانه،
دا دومره نازکه،
داسې ژر،
ولې څه وشول؟
بې له هیڅ جوابه یې منډه کړه،
ولاړه، ورکه شوه،
▪دغه شپه،
هو! په همدې شپه،
په خوب کې راغله،
د خپل ژوند کیسه یې راته وکړه،
او ما هم یوازې یو غزل ورته ووایه،
نور نو له همغو ڪلونو را پدې خوا،
د هغې زړه وړونکی آواز،
او روح بخښونکې ښکلا،
د خوب او ویښتیا تر منځ،
نیم ژوانده پرې ایښی یم.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Contact the establishment
Website
Address
KABUL