Attash
06/02/2026
په تا به قضيه ثبت کيږي او ولس به يي په پټو سترګو ومني !
محمود خان اڅکزی د پاکستان تابعیت او رسمي اسناد لري او د پاکستان په سیاست کې د اپوزیسیون د یوه مهم مشر او د پاکستان د پارلمان لپاره له کلنو راهيسي فعاليت کوي.
که هغه د پښتونخوا خلکو ته مشوره ورکوي چې د افغانستان تذکرې واخلي نو پوښتنه دا ده چې لومړی به خپله د پاکستاني اسنادو په اړه څه دریځ خپلوي؟
د محمود خان اڅکزي پلار عبدالسماد خان اڅکزی د خپل وخت یو مهم سیاستوال و خو د هغه سياست خلکو وليد چي د ذولفقار بهټو په غيږه کي کيناست او د پښتونستان د ملي تحریک له موخو سره په ټکر کې ودريده ، هغه وو چي د شهيد داود د غوسي ښکار شو د تل لپاره يي پاکستانی هويت پریښود.
نن که محمود خان اڅکزی د مستعمره پښتونخوا پښتنو ته وایي چې د افغانستان تذکرې واخلي نو تذکرې به هم واخلي او افغانستان به يي هم ورکړي خو منطقي خبره دا ده چې لومړی دې خپله د پاکستان اسناد ورته وسپاري او په عملي ډول دې خپل دریځ وښيي د پښتونخوا وطن خپلواکۍ لپاره دې عملي مبارزه پيل کړي . دا قرباني بايد ورکړي چي څو ولس درباندې راټول شي او په تاسو باور وکړي .
د بلوچ او پښتنو ترمنځ د نفرت تبليغات کي پاتي راغلي وس د تير کال په څير بيا دي دغه د تذکرو خبره تکرار کړه .
هغه تا چي ويل چي افغانان دي کابل ته ګوري مونږ به اسلام اباد ته ګورو هغه دې هير شول .
د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال هم ډېر افغانان دا نیوکه کوله چې ځینې سیاستوال د جمهوري دولت او د هغه د بنسټونو پر ضد دریځونه نیسي وسله والو ته لابي کوي د هغوي په جلسو کي برخه اخلي په هغو کې يو يو ته وي او ستا ګوند وو جي
اڅکزي صاحب تا ويلي وو چي زه د وسله والو وزير خارجه يم نو وزير خارجه وروره کله د افغانستان د نجونو د تړلو ښوونځیو د ښځو د زده کړو کار او حق د بیان ازادۍ او نورو مهمو ملي مسایلو په اړه روښانه او کلک دریځ خپل کړی؟ يو دوه ټکي خبره دي کړي ده چي دغه ته چي وزير خارجه يي دا ولي له افغانستان سره ظلم کوي ؟ نه ولي چي خاص حلقې په کنټرول کې ياست .
افغانیت یوازې په ویناوو نه ثابتیږي افغان هویت قرباني غواړي کلک دریځ غواړي او د پښتنو د سیاسي او ملي حقونو لپاره عملي مبارزه غواړي د مستعمرې پښتونخوا د خپلواکۍ سياست غواړي.
د هغو خاصو حلقه لپاره چې په وټساپ پټو ګروپونو او مجلسونو کې تاسو پیغامونه او تقريرونه ليکي ولس پري پوهيږي ولس وس تر پخوا ډېر هوښیار شوی دی. ولس پوهېږي چې څوک څه وایي د چا لپاره یې وایي او د چا په ګټه یې وایي. د خلکو حافظه دومره کمزورې نه ده چې پرون پوري اسلام اباد په کلبونو کې ناست وي او نن په بې ځايه شعارونو ولس خطا کوي .
ولس ستا نوم ستا ادرس ستا دریځ او ستا سیاسي تاریخ پېژني افغانیت او پښتونولي وس له تاسو ورخ وړي دی ....
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
0044