Samim paktiawal

Samim paktiawal

Share

03/19/2026

د عصمت قانع لیکنه او د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله وینا دواړه وګوری....
د مدير اختر زويه
سخت درته خجالت يم په پريکړي پوزه ټيټوسترګو کوز سر او مړو غوږونو ستاخبرې اورم
ته راته وايې
مه کوئ داوطن دپنجاب پښو ته مه غورځوئ
که له ماسره دښمني لرئ
راشئ جايزه محکمه ، دخپلو پلرونوپر ټغر روا مرکه او دڅلورو عزيزانو په ګډون افغاني جرګه راسره وکړئ
وطن په ښايستګۍ او عزيز ولۍ وګټئ بيا ما سولۍ او دارته وخيژوئ
پرهديرو حکومت نه کيږي
پر کنډوالو حکومت نه کيږي پر بورو ميندو ورارو خويندو او کونډو ميرمنو څه خيل حکومت کوئ؟
دا وسلي زموږ نه دي دا راکيټونه اولانچرونه بيګانه تار توکونه دي او ددې لپاره دي چې موږ يوبل سره ووژنو د ابا او آدې وطن پې وران کړو
راشئ دا وسلي په ګودامونو کې کوټ او زخيره کړو
يوبل ومنو يوبل ته غيږه سره ورکړو هيڅ يو افغان دوژلو نه دی
دا جګړه نه دپنجابيانو پر ضد ده نه دروسانو او امريکايانو
داجګړه صرف افغان وژني
هو صرف افغان
خو موږ ويل نا نا نا
اوس چې مات يې داد بسلمانۍ خبرې کوي
قران که راشکه ولاړي
الله اکبر
ډز ، ډز ، ډز ، درب ، درب
او بيا کابل وسوځيد ، ته په اريانا چوک کې په دار پورې را ځوړند شوي
پرته له دي چې افغاني محکمه ، وطني فيصله او ملي اراده دې په هکله پرېکړه وکړي
او دادی موږ وطن دپنجاب پښو ته غورځولی دی
پنجاب را په کې خيژي په لغتو مې وهي
روغتونونه ، مسجدونه او منارونه مې بمباردوي
اوزه دافغان وطن ، افغان مملکت او افغان ملت په حيث دومره له نړيوال جال څخه بيګانه يم
چې څوک ماتم او غم هم نه راسره کوي
نجيبه
اروا ته دې ووايه چې ازار دي نه را کوي زه دخپل وجدان په ازار او عذاب اخته يم

03/19/2026

د اختر د میلمنو د پام وړ خبرتیا 😂

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Toronto?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address

Toronto, ON