Jabar Sahil
د افغانستان برښنا شرکت:
د تېرې شپې زلزلې له امله د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې د برښنا مزي هم پرې شوي، چې له کبله یې د کابل په ګډون ځینې ولایتونو ته د ازبکستان هېواد وارداتي برښنا په بشپړ ډول پرې شوې ده.
د شرکت په وینا، تخنیکي ټیمونو یې د برښنا بېرته نښلولو لومړنۍ هڅې کړې؛ خو نه دي بریالي شوي.
15/10/2025
دوه افغان خبریالان د پاکستاني اجیرانو تر برید لاندې راغلي
دغه خبریالان چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د وروستیو حالاتو په تړاو په رسنیز فعالیت بوخت وو، د پاکستاني ملېشو لخوا تر هوایي او ځمکني برید لاندې نیول شوي وو.
د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، یو تن شهید او بل یې ټپي شوی.
تر دې وړاندې ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې پاکستاني ملېشو ۱۲ ملکي وګړي شهیدان او شاوخوا سل ټپیان کړي هم دي.
د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز وایي، د سې شنبې ماښام شاوخوا اووه بجې افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت پالوڅي سیمه کې، چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې موقعیت لري، د پاکستاني ملیشو پر پوستو برید کړی.
نوموړی زیاتوي، د شواهدو له مخې پاکستاني ځواکونو د افغان ځواکونو پر ضد د برید چمتووالی نیوه، خو د افغان ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، هغوی د وخت له ضایع کولو پرته د مخکیني اقدام پرېکړه وکړه او د دښمن احتمالي برید یې شنډ کړ.
دا تازه پوځي اقدام یوازې څو ورځې وروسته له هغه ترسره کېږي، چې افغان ځواکونو د ډیورنډ په فرضي کرښه اوږدو کې د پاکستاني ملیشو پر پوستو پراخ او هممهاله بریدونه کړي وو.