ZIAR RADIO 87.5 FM
د لغمان مهترلام ښار څخه تر پهلوان بابا سیمې پورې د سړکونو له غاړو څخه د اضافي شیانو د لرې کولو چارې پیل شوې.
د مسولینو په وینا، تر دې وړاندې هم د لغمان ولایت په بېلابېلو سیمو کې ورته دا چارې ترسره شوي، او په راتلونکې کې به هم دوام ولري، څو د سړکونو حریم خوندي او د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو مخه ونیول شي.
لغمان کې مسؤلین وخت ناوخنه د نرخونو کنټرول ترسره کوي.
پنج شنبه/ د جوزا ۱۴ مه
د لغمان صنعت اوسوداګرۍرياست په مشری په مهترلام ښارکې دبى،کيفيته اوتاريخ تيره خوراکې اوغيرى،خوراکې توکو پر وړاندې جوړ شوی کمبسیون 50 کیلو تاریخ تیره توکي نیولي دي.
د یاد ریاست څخه زیار راډیو ته په استول شویو معلوماتو کې راغلي چې یاد کمیسیون په مهترلام ښار، کی دخوراکي اوغيری خوراکي توکو، پټاقیو،دهټيو،ګدامونو، دوکانونوڅخه نظارت اوکنټرول ترسره کړی دی.
معلومات زیاتوي چې دوی په هیڅ ګوم دوکان کې پټاقۍ ونه موندل خو دځینو دوکانونوڅخه (٥٠)کیلو تاریخ تیره شیدي،مکرونی،چکلیټ راټول اودلغمان دصنعت اوسوداګرۍ ریاست په ګدام کی ځای پرځای اومهرلاک کړل.
دغه کمیسیون دوکاندارانو ته لارښونه کړې چی دتاریخ تیره اوبی،کیفیته توکو،اوپټاقیو،له خرڅولو څخه ډډه وکړي
معلوماتو کې راغلي چې هر هټیوال له اصولو څخه سرغړونه وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشی.
Ziar Radio 87.5 FM Laghman
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي د پاکستان له زندادنونو ۷۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
دغه وزارت نن پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه افغانان چې اسنادو کې د ستونزو له امله نیول شوي او مختلفې مودې یې په بند کې تېرې کړې وې، د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت همدارنګه ویلي، یاد کډوال تر ثبت او د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شوي.
Ziar Radio 87.5 FM Laghman
04/06/2026
د لغمان ولایت خصوصي او دولتي رسنیو مسؤلینو او استازو د لغمان اقتصاد رئیس سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه!
پنج شنبه، د جوزا ۱۴مه
د لغمان ولایت د خصوصي او دولتي رسنیو مسؤلینو او استازو د لغمان ولایت د اقتصاد رئیس، مولوي عطاء الرحمن فاتح، او د یاد ریاست د انکشافي چارو د تنظیم امر، خلیل الرحمن صدیقي، سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته د رسنیو او اقتصاد ریاست ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا، د رسنیو د شته ستونزو د ارزونې او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه جوړه شوې وه.
د ناستې په پیل کې د رسنیو په استازیتوب محمد ګلاب ابراهیمي د لغمان اقتصاد ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او د ولایت په کچه یې د رسنیو د رول او اهمیت په اړه خبرې وکړې. نوموړي همدارنګه د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې شریکې کړې او د اقتصاد ریاست څخه یې وغوښتل چې د رسنیو د ظرفیت لوړونې، همغږۍ او د موجودو ستونزو د حل په برخه کې لازم لاسنیوی او همکاري وکړي.
ورپسې د لغمان اقتصاد رئیس مولوي عطاء الرحمن فاتح د رسنیو له مسؤلینو او استازو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې رسنۍ د ټولنې د اصلاح، عامه پوهاوي او د پرمختیايي فعالیتونو د انعکاس په برخه کې مهم او نه بدلېدونکی رول لري.
نوموړي زیاته کړه چې اقتصاد ریاست د رسنیو ارزښت ته ځانګړې پاملرنه لري او د خپلو صلاحیتونو او امکاناتو په چوکاټ کې به د رسنیو د ستونزو د حل او د متقابلې همغږۍ د پیاوړتیا لپاره لازمې هڅې وکړي.
هغه همدارنګه د رسنیو له استازو وغوښتل چې د ولایت د اقتصادي، ټولنیزو او پرمختیايي فعالیتونو په انعکاس کې لا زیاته همکاري وکړي او د ولس او ادارو ترمنځ د باور او اړیکو د ټینګښت لپاره خپل مسؤلیتونه په اغېزمنه توګه ترسره کړۍ. Ziar Radio 87.5 FM Laghman
31/05/2026
لغمان کې دوه تنه د ناقانونه وسلو د ګرځولو په تور ونیول شول.
یکشنبه / د جوزا ۱۰ مه
د لغمان امنیه قومندانۍ رسنیز فتر زیار راډیو ته په استول شو معلوماتو کې ویلي ، چې د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د شپې ګزمې پر مهال د میل درې سیمې څخه دوه تنه د ناقانونه وسلو د ګرځولو په تور نیولي دي.
د نیول شویو کسانو له ولکې څخه دوه میله کلاشنکوف ټوپکونه هم ترلاسه شوي دي، مسؤلین وایي ،چې د امنیت د ټینګښت، د ناقانونه وسلو د راټولولو او د قانون د حاکمیت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
31/05/2026
خبرداری👇
د لغمان ولایت د ترافیکو مدیریت او د ترانسپورت ریاست په ګډه همغږۍ، ټولو هغو موټر چلوونکو ته چې په (شخصي نمبر پلېټ) موټرو کې د مسافرو د لېږد رالېږد فعالیت ترسره کوي، خبر ورکول کېږي چې له دې وروسته په شخصي موټرو کې د مسافرو انتقال او مسافر وړل منع دي.
پدې خبرداري کې راغلي، ټول هغه اشخاص چې غواړي د مسافرو د لېږد رالېږد په برخه کې فعالیت وکړي، مکلف دي چې خپل وسایط د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې قانوني رنګ او جواز ترلاسه کړي او د مهترلام ښار له ټاکل شویو هډو څخه په نوبتي او منظم ډول مسافر انتقال کړي.
معلومات کې راغلي هر هغه موټر چلوونکی چې له دې خبرتیا وروسته په شخصي موټر کې د مسافرو د لېږد په حال کې ولیدل شي، د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې به ورسره قانوني چلند وشي او د شکایت حق به ونه لري.
Ziar Radio 87.5 FM Laghman
21/05/2026
د کار او ټولنیزو چارو وزارت: د اختر په مناسبت به په هیواد کې پنځه ورځې ادارې رخصت وي.
پنج شنبه/ د ثور ۳۱ مه
دغه وزارت اعلان کړی چې په ټول هېواد کې به د جمعې ورځې په ګډون پنځه ورځې رخصتي دوام وکړي.
په دغه خبرتیا کې ویل شوي چې د ذوالحجې د میاشتې له ۹مې نېټې (د عرفې ورځ) څخه تر ۱۳مې نېټې پورې به ټولې دولتي ادارې رخصت وي.
یاد وزارت ویلي چې رسمي چارې به د ذوالحجې په ۱۴مه «یکشنبه» بېرته په عادي ډول پیل شي.
دغه رخصتي د لوی اختر په مناسبت اعلان شوې
Ziar Radio 87.5 FM Laghman
21/05/2026
تخار کې ۹۴ د زور زرو اسختراج کوونکو شرکتونو باندې فعالیت درول شوی.
پنج شنبه/ د ثور ۳۱ مه
د تخار ولایت ولایتي مسؤلینو رسنیو ته ویلي چې د دې ولایت رستاق ولسوالۍ کې د سرو زرو د استخراج د ۹۴ شرکتونو فعالیتونه درول شوي دي.
سرچینې ویلي چې دغو شرکتونو په غیرقانوني ډول په یاده ولسوالۍ کې د سرو زرو استخراج کاوه.
د تخار د والي ویاند، محمدعارف عارف ویلي چې دغو شرکتونو له قانوني جواز پرته د رستاق ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د کانونو کیندنه او د سرو زرو استخراج کاوه، چې د اړوندو ادارو له لوري تر پېژندلو وروسته فعالیتونه بند کړل شول.
د تخار د والي ویاند وایي، د دې اقدام موخه د سرو زرو د کانونو د غیرقانوني استخراج مخنیوی، د طبیعي سرچینو ساتنه او د چاپېریال د زیانونو مخنیوی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې د ا.ا.ا د رهبرۍ د نوي حکم پر بنسټ، په دې ولایت کې به د کانونو له هر ډول غیرقانوني استخراج سره قانوني چلند وشي.
د یاد ولایت عامو خلکو د دغو شرکتونو د فعالیتونو له بندېدو هرکلی کړی او وایي چې د کانونو غیرقانوني استخراج نه یوازې چاپېریال زیانمنوي، بلکې د ملي شتمنیو د ضایع کېدو سبب هم ګرځي.
Ziar Radio 87.5 FM Laghman
21/05/2026
په لغمان کې د ۱۱ میلیونو افغانیو د مرستې لړۍ پیل شوه.
پنج شنبه/ د ثور ۳۱ مه
د لغمان ولایت د اقتصاد ریاست څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې لغمان ته راستانه شویو مهاجرینو، بې وزله او کونډو سره څه د پاسه ۱۱ میلیونه افغانیو نغدي مرستو ویش لړۍ پیل شوې ده.
خبر پاڼه کې راغلي چې د بشري مرستو په لړ کې به د مرکز مهترلام اړوند د بېلابېلو سیمو له ۳۸۵۴ یادو شویو کورنیو سره دغه نقدي مرسته د خوراک نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ او د (RRDPO) موسسې له لوري وشي
خبرپاڼه کې ویل شوي چې هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ ورکول کېږي، چې په ټولیز ډول د مرستو اندازه ۱۱،۱۷۶،۶۰۰ (یوولس میلیونه یو سل او شپږ اویا زره شپږ سوه) افغانۍ ته رسېږي.
خبر پاڼه وړاندې لیکي چې یادې مرستې د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې ترسره کېږي، چې پکې راستانه شوي مهاجرین، بې وزله کورنۍ، کونډې، معلولین او یتیمان شامل دي.
بدې مراسمو کې د لغمان اقتصاد رئیس مولوي عطاء الرحمن فاتح زیاته کړې چې تر دې وړاندې هم په الیشنګ ولسوالۍ کې ۱۶۵۰ دولت شاه ولسوالۍ کې ۶۱۵ او فراشغان ولسوالۍ کې ۹۰۰ کورنیو ته د ۲۹۰۰ افغانیو معادل خوراکي توکي وېشل شوي دي.
Ziar Radio 87.5 FM Laghman
20/05/2026
لغمان پوهنتون: د روان تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به د جوزا پر ١٢مه نېټه پيل شي.
چهار شنبه/ د ثور ۳۰ مه
د بادې ادارې مطبوعاتي دفتر څخه زیار راډیو ته په معلوماتو کې راغلي چې دغه پرېکړه د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس شوې ده.
معلوماتو کې راغلي چې د لغمان پوهنتون رئیس په همدې موخه په یوه ناسته کې ویلي(( درسي بهير پاى ته رسېږي او نهايي ازموينې پيلېږي، هيله مند يو چې ازموينو ته پوره چمتووالى ونيول شي او په پوره شفافیت سره ازموینه واخستل شی))
Ziar Radio 87.5 FM Laghman
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Mehtar Lam
2701