LU - Journalism Department

LU - Journalism Department

Share

04/05/2026

د ژورنالېزم څانګې ممتاز او فعال محصلان وستایل شول.
نېټه: ۱۴/۲/۱۴۰۵ ه ش

د لغمان پوهنتون ژورنالېزم څانګې د ۱۴۰۴ تحصیلي کال د خزاني سمستر د ممتاز او فعاله محصلانو تر څنګ دوه تنو میلمه استادانو ستاینه د یوې غونډې په ترڅ کې ترسره کړه.

غوڼده د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو سره پیل شوه. د ښه راغلاست وینا د څانګې امر پوهنیار عبدالصمد حدید ترسره کړه، حدید پخپلو خبرو کې وویل: د ممتازو او فعاله محصلانو ستاینغونډه د نورو محصلانو لپاره د تشویق ذریعه ده. هغوی چې د خپل صنف په کچه ممتاز او بریالي شوي دي دا یو تصادف نه دی بلکې دا د خواریو او کوښښونو یو بهیر دی. هغوی بریالي کیږي. چې پخپل توان باور ولري. استاد حدید له میلمه استادانو مننه وکړه، چې خپله انرژي او قیمتي وخت د هېواد په تحصیلي نظام او د محصلانو په روزنه کې مصرفوي.

ورپسې د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي مرستیال رییس پوهنمل عمران الله خنجر وینا ترسره کړه او پخپلو خبرو کې محصلان سالم رقابت ته وهڅول او د ژورنالېزم څانګې له رهبرۍ څخه یې مننه وکړه، چې د خپلو استادانو او محصلانو هڅې ستایي. ښاغلي خنجر وویل: د ژورنالېزم څانګې مشرتابه په پوهنتون کې تل نوښتګرې چارې ترسره کړې دي، د دوی دا نوښت چې د مېلمه او افتخاري استادانو ستاینه کوي، د پوهنتون په کچه بې مخینې دی. نوموړي همدارنګه محصلان وهڅول تر څو د هېواد د سیال کولو لپاره خپلې زده کړې په غوره شکل سره وکړي. نوموړي وویل، هغه ملتونه چې له نورو سره ځان سیال کول غواړي چټک ګامونه اخلي او ځان د نورو ملتونو سره په یوه قطار کې دروي، زموږ ځوانان او محصلان هم د دې وړتیا لري چې د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي او له نورو هېوادونو سره یې سیال کړي.

د غونډې بل ګډونوال پوهنیار یحیی یعقوبي وو او پخپلو خبرو کې محصلان مثبت رقابت ته وهڅول او له محصلانو یې وغوښتل چې خپل اکاډمیک فعالیتونه په منظم او دوامدار ډول تعقیب کړي، د وخت مدیریت ته پاملرنه وکړي او د ځان د پرمختګ لپاره روښانه اهداف وټاکي. هغه زیاته کړه چې بریالي محصلان هغه دي چې یوازې ځان په ټولګي پورې نه محدودوي، بلکې د مطالعې، څېړنې او عملي تجربو له لارې خپلې وړتیاوې لا پیاوړې کوي.

د غونډې په پای کې د ژورنالېزم څانګې دوه تنه میلمه استادان، محترم استاد ریحان ممتاز او محترم استاد نادر جمیل ته د هغوی د غوره تدریس او له ژورنالېزم څانګې سره د دوامداره همکارۍ له امله ستاینلیکونه ورکړل شول.
د ژورنالېزم څانګې د بېلا بېلو ټولګیو هغه محصلانو ته هم ستاینلیکونه ورکړل شول، چې پخپل ټولګي کې په لومړي، دویم او درېیم مقامونو راغلي وو او ترڅنګ یې د څلورم صنف فعاله محصلان، چې د ویاندویۍ، د جریدې په چاپ، د محصلانو مالي کمېټه، راپور جوړونې او نورو برخو کې خپل فعاله ونډه اخیستې وه په ستاینلیکونو وستایل شول.
غونډه د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د تدریسي مدیر قاري عبدالهادي رشیدي په دعایې سره پای ته ورسېدله.

Photos from LU - Journalism Department's post 04/05/2026

د ژورنالېزم څانګې محصلانو ته د کاري مرکې په اړه علمي سمینار وړاندې شو

د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د محصلانو علمي او مسلکي ظرفیت لوړونه د تدریسي بهیر مهمه برخه ګڼل کېږي. د همدې موخې لپاره، د لغمان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د ژورنالېزم څانګې له لوري د “کاري مرکې” تر عنوان لاندې یو علمي سمینار د څلورم ټولګي محصلانو ته وړاندې شو.

د یاد سمینار اساسي موخه دا وه چې محصلان د کار موندنې له مهم پړاو یعنې کاري مرکې سره بلد شي او د مرکې اړوند بنسټي مهارتونه تر لاسه کړي.

سمینار د ژورنالېزم څانګې استاد پوهنیار یحیی یعقوبي له لوري وړاندې شو. نوموړي د کاري مرکې پر مفهوم، ارزښت، د مرکې لپاره پر مخکیني چمتووالي، مناسبو جامو، د اړینو اسنادو پر ترتیب او اړوندو نورو مهارتونو هر اړخیز بحث وکړ. همدارنګه، د مرکې پر مهال د اړیکو مهارتونه، بدني ژبه، د غږ ټون او د باور کچه د بریالیتوب له مهمو عواملو څخه وبلل شول. استاد د مرکې عامې پوښتنې لکه د ځان پېژندنه، دندې ته د لېوالتیا دلیلونه او پر فردي وړتیاوو قوتونو او کمزوریو باندې هم بحث ترسره کړ.

د ژورنالېزم څانګې امر، پوهنیار عبدالصمد حدید، د یاد سمینار له تنظیموونکي استاد څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې دا ډول علمي او عملي پروګرامونه د محصلانو د مسلکي ودې او ظرفیت لوړونې لپاره مهم ارزښت لري. د ګډونوالو له لوري د یاد پروګرام هرکلی وشو او د ورته نورو علمي فعالیتونو د دوام غوښتنه وشوه.

Want your university to be the top-listed University in Mehtar Lam?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address

لغمان پوهنتون
Mehtar Lam
250000