KHOST Newes

KHOST Newes

Share

09/07/2026

#تعليم

تعلیم یوازې د کتاب د پاڼو لوستل نه دي؛ بلکې د فکر رڼا، د وجدان ویښتيا او د انسان د شخصیت بشپړتیا ده. هغه ذهن چې د علم په رڼا روښانه شي، د تیارو په منځ کې هم د حق لاره مومي. ملتونه د وسلو په زور نه، بلکې د قلم په ځواک او د پوهې په برکت تلپاتې عظمت ترلاسه کوي. نو تعلیم هغه خاموش ځواک دی چې راتلونکی جوړوي، که څه هم اغېز یې تل په لومړي نظر نه ښکاري.
تاسې هم راته د تعليم د ارزښت په اړه ښکلي جملې وليکئ!

08/07/2026

Rainy photo of the city!🥰
د ښار باراني تصوير!
.

.

07/07/2026

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې وتلی ستوری شاپور ځدران د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ!
شاپور ځدران د افغانستان لپاره ډېر وياړونه راوړي.
د شاپور ځدران پر مرګ ټول افغان ملت خواشيني څرګنده کړي.
ان لله وانا اليه راجعون

07/07/2026

استاد شبروز پکتين په سږنی کانکور ازموينه کې په زيات تعداد زده کوونکي د هيواد د مختلفو پوهنتونو مختلفو پوهنځيو ته بريالي کړي دي.
استاد شبروز پکتين په خوست ولايت کې د کانکور آمادګی يو لوي ښوونيز مرکز لري چې، سږ کال يې د دوی په خبره، تر ۹۰ زيات زده کوونکي د معالجوي طب پوهنځيو ته بريالي شوي دي. ترڅنګ يې زيات زده کوونکي له لوړو نمرو سره بي پايلې او خصوصي پوهنتونونو ته د شرايطو وړ ګرځيدلي دي. هيله څرګنده شوي چې په دويم ظرفيت کې دوی هم خپلو موخو ته ورسيږي.
استاد شبروز پکتين د خوست د شيخ زايد پوهنتون د معالجوي طب پوهنځی څخه فارغ او په همدې پوهنځی کې يې د استاد په حيث دنده هم ترسره کړي ده.

Photos from KHOST Newes's post 02/07/2026

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز یوه پلاوي قزاقستان جمهوریت ته د سفر پر مهال د هغه هېواد د مخکښو څېړنیزو مرکزونو له مشرانو او متخصصینو سره ملاقاتونه او پر اړوندو موضوعاتو تحلیلي بحثونه وکړل.

Photos from KHOST Newes's post 02/07/2026

‏یک گردشگر افغان با موترسایکل از تمامی ۳۴ ولایت کشور دیدن کرد

وزارت اطلاعات و فرهنگ اعلام کرده که سید سجاد سادات، یکی از باشندگان هرات، با موترسایکل طی شش ماه از ۳۴ ولایت کشور بازدید کرده است.

سید سجاد سادات گفته است که به گردشگری علاقه‌مند است و هدفش از این سفر، آشنایی با اقوام مختلف افغانستان، شناخت فرهنگ‌ها، سنت‌ها و رسوم محلی و به اشتراک گذاشتن این ارزش‌ها بوده است.

او همچنین تأکید کرد که برقراری امنیت، مهم‌ترین عامل برای انجام این سفر سراسری بوده است.

ثواب‌جان اسلامیار، رئیس اطلاعات و فرهنگ لوگر، از تلاش‌های این گردشگر قدردانی کرد و گفت که امنیت در سراسر افغانستان برقرار است و گردشگران داخلی و خارجی می‌توانند با اطمینان از مناطق مختلف کشور، جاذبه‌های طبیعی، اماکن تاریخی و میراث فرهنگی آن بازدید کنند.

‎ ‎ ‎

Photos from KHOST Newes's post 02/07/2026

د ترانسپورټ او هوايې چلند وزارت:
د بلخ ولایت د حیرتان دوراهي کې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د۸۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د باروړونکي ترمینل جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. په دغه پروژه کې د ترمینل اصلي ودانۍ، پارکینګ، سړکونه، د موټرچلوونکو د اوسېدلو ودانۍ، د برېښنا او اوبو رسولو شبکې شاملې دي.
.

Photos from KHOST Newes's post 01/07/2026

د يوولسم پړاوو شپږيزه کريکټ ليګ سوپر کولا سيالی نن پيل شوې.
په ننی لوبه کې بند امير خامارانو 🐉 امو نهنګانو 🦈ته ماتي ورکړه.
د نن ورځي دويمه لوبه د سپين غر پړانګانو🏔️ او مس عينک اتلانو🫅 ترمنځ داېره شوي وه، چې د سخت باد او طوفان🌧️🌨️ له امله بي پايلې اعلان شوه.
لوبغالي بيا هم هماغه ښکلی لوبغالی دی!
. Afghanistan Cricket Board Asian Cricket Council .

30/06/2026

تازه
د افغانستان اسلامي امارت د فاع وزارت په رسمي توګه په پښتونخوا او بلوچستان کې د ډرون بریدونو مسئولیت منلی دی.
یاد وزارت په خبره، د بلوچستان د پشین ولسوالۍ اړوند د سرانانو په سیمه، د خیبر پښتونخوا په قمبرخیلو او د چترال د شاه سلیم درې اړوند ګرم چشمو سیمو کې یې د داعش ډلې پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.
یاد وزارت ادعا کړې، چې له دغو مرکزونو څخه پر ملکي خلکو د بریدونو پلانونه جوړېدل.
په دې عملیاتو کې داعش ډلې ته لوي زيانونه اوښتي دي.
#

30/06/2026

د يوولسم پړاوو اي اېنډ شپږيزه کريکټ ليګ سوپر کولا سياليو لومړی لوبه سبا ورځ د بند امير خاماران او امو نهګان لوبډلو ترمنځ د خوست په رحمت ولي مسرور ملي کريکټ لوبغالي کې ترسره کيږي.
د سياليو د ښه ترسره کيدا لپاره په لوبغالي کې ډول ډول اسانتياوې رامنځته شوي.
ياده دې شي چې د شپږيزې په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې له پلازمينې کابل څخه بهر په يوه ولايت کې ترسره کيږي.

Afghanistan Cricket Board
Asian Cricket Council
.
😍🤩🦈Vs🐉

Want your business to be the top-listed Grocery Store in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Afganistan
Khost