Computer Science Faculty

Computer Science Faculty

Share

20/09/2025

د چینایي څېړونکو لاسته راوړنه:
د DNA کست جوړول چې د تاریخ ټول سندرې په کې ذخیره کېدای شي

چینایي څېړونکو یو DNA کست جوړ کړی چې د نه تصور کېدونکي کچې معلومات د پېړیو لپاره ذخیره کولای شي. دا نوښت چې د نړۍ د ډیټا سنترونو د انرژۍ او ذخیره‌سازۍ د بحران لپاره یو دوامدار حل ګڼل کېږي، د ۳۶ پتابایټ ډیټا (چې د ۳۶ زره یو ترابایټ هارډ ډیسکونو سره برابر دی) په ځان کې ځای ورکوي.

د جنوبي ساینس او ټکنالوژۍ پوهنتون څېړونکو په چین کې، د مصنوعي DNA مالیکولونه په پلاستیکي نوار باندې چاپ کړي دي او په دې توګه یې دا کست جوړ کړی دی. هماغه ډول چې کمپیوټرونه د صفر او یو څخه کار اخلي، دا سیستم د DNA څلور بازې ــ آدنین (A)، ګوانین (G)، سیتوزین (C) او تیمین (T) ــ د هر ډول ډیجیټل فایل (متن، انځور، غږ او ویدیو) د کوډ کولو لپاره کاروي.

یوه عادي کیست شاوخوا ۱۲ سندرې خوندي کولای شي، خو یوازې د دې نوي DNA کست ۱۰۰ متره نوار کولی شي له ۳ میلیاردو زیاتې موسیقۍ ټوټې ذخیره کړي. څېړونکي ټینګار کوي چې د دې کست په یو زاړه واکمن کې کېښودل به هېڅ ډول مانادار غږ تولید نه کړي. د څېړنیزې ډلې غړی «جیانکای لي» وایي:
«زموږ کیست د DNA مالیکولونو لیږدونکی دی. په بله وینا، دا کار داسې دی لکه چې یو عکس په ګرامافون کې د غږولو هڅه وکړئ؛ ځکه چې فارمتونه یو له بله سره سازګار نه دي.
ژباړه

28/09/2012

COME 2 ELECTRONIC COMPUTER SCIENCE

Want your school to be the top-listed School/college in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address

Khost
Khost