Networking and Information technology
06/05/2020
يو د خوښي خبر دادی چې په نږدې راتلونکي کې به وکړای شئ د افغانستان په لرو پرتو او کليوالي سيمو کې فيسبوک د وړيا وای فای له لارې وکاروئ.
دا کار فيسبوک کمپنۍ د افغانستان د مخابراتو له وزارت سره منلی دی.
تاسې به د خپل موبايل وای فای خلاصوئ او فيسبوک به کاروئ.
غالب ګومان دادی چې تاسې به ددې وړيا انټرنيټ له لارې يوازې فيسبوک ته لاس رسی لرئ.
خیاء
31/03/2019
خبري سرچينه: له فېسبوک شرکت سره د افغانستان د مخابراتو وزارت موافقه
مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژیو وزارت په افغانستان کې د فیسبوک د محلي کولو هوکړه لیک لاسلیک کړ
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژیو وزارت په هیواد کې د فیسبوک کارونکو د معلوماتو د مصونیت په موخه، د فیسبوک له شرکت سره د فیسبوک د محلي کولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
ددې هوکړه لیک په تطبیق سره به؛ په افغانستان کې د فیسبوک کاروونکو د معلوماتو د تبادلې مرکز فعال شي.
له دې مخکې د فیسبوک کاروونکو د معلوماتو د تبادلې مرکز له هیواده دباندې وو چې دا نه یواځې د کارونې پر مهال ضعیف بلکې د معلوماتو د مصونیت د شتون ډاډ یې هم نه درلوده.
د فیسبوک د کاروونکو لپاره یې بله ګټه داده چې دوي د لنډ مهالې حافظې یا Cache له چټکتيا څخه برخمن کیږي. لنډمهاله حافظه یا Cache د فیسبوک او انسټاګرام د تبادلې ترافیک ته ویل کیږي چې د معلوماتو د تبادلې ملي مرکز (NIXA) لخوا تنظیم او د خصوصي انټرنیټي شرکتونو پر کیفیت ژوره اغیزه لري.
د انټرنیټي شرکتونو د فیسبوک ټول ترافیک به په هیواد کې دننه لیږد رالیږد پیل کړي او دا به د انټرنیټ د چټکتیا او د قیمتونو د ټیټوالي سبب وګرزي.
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژیو وزارت تل هڅه کړی چې د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي، ددې برنامې په عملي کیدو سره د فیسبوک کیشونه له ۴۰ Mb څخه ۸۸۰ MB ته وده موندې او بیا انټرنیټي شرکتونه کولای شي خلګو ته چټک او په ټیټه بیه انټرنیټي خدمتونه وړاندی کړي.
ددې ترڅنګ د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژیو وزارت او د افغانستان د انټرنیټ د تبادلې ملي مرکز کوښښ کوي چې وکولای شي د Google, Netflix, Akamai کیشونه هم د افغانستان د انټرنیټ د تبادلې ملي مرکز سره وصل کړي ترڅو د انټرنیټي خدمتونو په وړاندې کولو کې د پام وړ بدلون راشي.
د NIXA د خدمتونو او کارونو د بشپړ معلوماتو لپاره www.nixa.af وېبپاڼې ته مراجعه وکړی.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Khost
0777777906