Rasool Sharif Elham

Rasool Sharif Elham

Share

14/02/2025

راتلونکي چمپینز ټرافي ستر اېونټ لپاره کرکت نړیوالي شورا یا ICC د لوبډلو او لوبو ګټلو لپاره انعامات او امتیازات اعلان کړل.

ټورنمنټ ټوټل او مکمله بودېجه ده، ۶،۹M $

۱- ټورنمنټ ګټونکې لوبډلې ته ۲.۲۴M $
۲- ټورنمنټ بایلونکې لوبډلې ته ۱،۱۲M $

۳- سیمي فاینل ته تلونکو لوبډلو ته ۵۶۰۰۰۰ $
۴- پنځم او شپږم مقام لوبډلو ته ۳۵۰۰۰۰ $

۵- اووم او اتم مقام لرونکو لوبډلو ته ۱۴۰۰۰۰ $
۶- ګډون کوونکې هرې لوبډلې ته ۱۲۵۰۰۰ $
۷- ګروپ سټېج کې لوبې ګټلو په سر ۳۴۰۰۰ $

12/02/2025

افغان لوبډله په چمپینز ټرافي (اتلانو جام) سیالیو کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور ښار ته ورسېده.

اتلان به په یاد هېواد کې له څو ورځو تمریناتو وروسته خپله لومړۍ لوبه د روانې فبروري میاشتې په ۲۱مه نېټه د کراچۍ په کرکټ لوبغالي کې د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې به افغان اتلان خپلې دوه تمریناتي لوبې د پاکستان الف لوبډلې او ورپسې دویمه د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې په ترتیب سره د لاهور په قذافي او کراچۍ کرکټ لوبغالو د روانې میاشتې په ۱۴مه او ۱۶مه نېټه ترسره کړي.

ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله!

| |

31/01/2025

شاپور ځدراڼ دې وخت احساساتي، دنګ او بهترین کېڼ لاسی تېز توپ اچوونکی و.

هغه لوبغاړی چې په ۲۰۱۵ نړیوال پنځوس اوریز جام کې یې سکاټلېنډ خلاف افغانستان ته په نړیوال پنځوس اوریز جام کې لومړۍ بری خپل کړی و، تاسو ته یې کومه لوبه ډېره ځانګړې وه؟

کرکټ دی، پیل به یې کړې، اوږد کېرېر به وکړې، خو په همدغه کرکټ کې داسې ورځ ضرور وي، چې یوه ورځ به له نړیوال کرکټ سره خدای په آماني هم کوې، دا سخته او زړوره پرېکړه وي.
نړۍ غټو غټو کرکټرانو هم داسې ورځې لیدلي، چې نړیوال کرکټ یې پریښی دی، یو له هغو لوبغاړو دنګ افغان شاپور ځدراڼ هم دی، چې پرون ورځ یې نړیوال کرکټ سره خدای په آماني وکړه.

دی به له دې وروسته له ځوانو او نویو لوبغاړو سره خپلې تجربې شریکې کړي، کله چې موږ په کور دننه دې وخت بهترین لوبغاړي ولرو، نو بیا څه ضرورت دی چې موږ له نورو لوبغاړو او روزونکو څخه استفاده وکړو، ښکاره بېلګه یې اوس وخت کې د افغان نولس کلنې لوبډلې سره د پاکستانۍ لوبډلې پخواني تېز توپ اچوونکي رانا نویدالحسن ورکولی شو، چې اوس وخت کې له افغان نولس کلنې لوبډلې سره روزنې په برخه کې مصروف دی.

په وخت سره همدغه شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ او نور لوبغاړي د توپ اچوونې روزنې برخه بهترینه مدیریت کولی شي، لکه اوس یې چې ملي لوبډلې سره حمید حسن مخکې وړي، یا یې لکه توپ وهنې په برخه کې چې رئیس احمدزی، نوروز منګل، کریم صادق او نورعلي ځدراڼ مخکې وړي.
ترڅنګ یې په نورو تخنیکي، مسلکي او مدیریتي اړخونو کې هم دندې کولی شي.

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address

Khost
Khost
2501