Alone Boy
18/08/2024
گرانو وطنوالو!
د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت تاسو ټولو هیوادوالو ته هر چیرې چې یاست د زړه له کومې مبارکي وایم.
گرانو هیوادوالو، خویندو او وروڼو؛ افغانانو یوسل او پنځه کاله دمخه د خپل اتحاد او اتفاق له برکته او د لوړ همت په نتیجه کې خپلواکي وگټله او د استعمار لاندې هیوادونو ته د آزادۍ څرګند مثال شو. خپلواکي لرل ستر ویاړ دی، دا ویاړ ساتل غواړي او ساتل یې د پردیو له احتیاجه د ځان د خلاصولو او پرمختگ له لارې کیږي. د افغانستان خلکو د تاریخ په اوږدو کې په پوره اتحاد او یووالي د خپل هیواد د ساتلو لپاره لاسونه سره ورکړي. اوس ښایې ټول، اوږه په اوږه له احتیاجه د خلاصون لپاره، د علم او پوهې ترلاسه کولو او ترقۍ لپاره زیار وباسو. زموږ روښانه راتلونکې بې له شکه د ځوان نسل په تعلیم پورې تړلې ده او ضروري ده چې ټول د تعلیم د ودې په برخه کې هراړخیز کوښښ وکړو.
په همدې ویاړلي مناسبت او په واقعی معنی د مستقل او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره، یوځل بیا پر سرپرست اسلامی حکومت ږغ کوم چې په هیواد کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیزي، څو د علم په زیور سمبالې نجونې د خپلو وروڼو ترڅنگ د هیواد د پرمختگ او له احتیاجه د خلاصون لپاره خپله ونډه ادا کړي.
تعلیم او ملي اتحاد او اتفاق هغه قوت دی چې ګران هیواد به پیاوړی وساتي.
لکه څنگه چې افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی، هیله لرم چې د گران وطن هر وگړی په خپله خاوره کې د خاوندتوب او آزادۍ په پوره احساس سره د وطن د آبادۍ او بسیاینې لپاره د کار او زیار زمینه ولري، ټول وطنوال پر یوه ټغر سره راټول شي او په هیواد کې د دایمي سولې او ثبات د تامین لپاره د ملي تفاهم لاره خپله کړي.
د هیواد د خپلواکۍ د لارې د ټولو شهیدانو او غازیانو روح دې ښاد وي.
سرلوړی دې وي گران افغانستان!
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Culinary Team
Attire
Address
Khost