Cheenar News

Cheenar News

Share

27/09/2022

د فقهې او عقايدو استاد محترم بشير احمد الحنفي د نن ورځ د ځينو چارواکو په اړه چې وايي علم فرض دی او ځينو بيا وايي علم مباح دی استاد محترم د اسلام په رڼا کې يو په زړه پورې وينا کړي ده تاسو هم واورئ او نورو ملګرو سره هم شريک کړئ
دا خبره د فقهي لحاظه سمه نده چي تعلیم مباح دی
بلکې عمومي حکم یې فرض دی په شروع کې ، بیا چي څومره ورته اړتیا وې هغومره بیا فرض کفایې دی
د اسلام دا لویه قاعده باید زموږ په ذهن کې وي:
( مالا یتم الواجب الا به فهو واجب)
د لوړي قاعدې یو مثال درته وایم.
یو شتمن سړی لوڅ دی جامې نلري اوس پر ده د لمانځه وخت را داخل سو ، نو اوس پر دې کس واجب دي چي د ځان لپاره جامې وپلوري ترڅو د لمانځه لپاره خپل عورت په پټ کړي ، که څه هم جامې اخیستل واجب ندي.
قرآن کریم وایې: وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة ومن رباط الخیل.
ژباړه: تاسو د خپل دوښمن په وړاندي د جګړې لپاره هغه څه تیار کړئ څه چي ستاسو په وسع وي.
اوس تاسو ووایاست د معاصري جګړې آلات څه دي؟
دا ټیکنالوجي چیري او څنګه زده کېږي؟
ایا ددې زده کړه واجب( فرض ) نده؟
راځئ چي په اسلام سرونه خلاص کړو

31/08/2022

زما کور په تا جنت دی،
ما دپاره فرښته یې مورې

‎ژوند له تانه عبارت دی، ته د ژوند د غره چینه یې

‎مور خوږې مورې ، مور خوږې مورې

‎که ته نه وې زه به نه وومه ،
او که وومه زه به څه وومه

‎دا په ما چې نن راحت دی ، دغه ټول ستا برکت دی

‎ستا غمونه ماته یاد دي،ستا فکرونه ماته یاد دي

‎ټوله شپه ماته دعا کړې ،ستا نفلونه ماته یاد دي

‎زه دې گل کړم ،ځان دې خاورې، د سپرلي د باغ وږمه یې

‎مور خوږې مورې، مور خوږې مورې

‎چې به کله شوم ناجوړه ،ستا ژړا ماته یادیږي

‎ما چې ووینې تکلیف کې، ستا زړگی څومره خوږیږي

‎یو یو حق دې په ما غر دی، دا به څنگه پوره کیږي

‎ته چې نه یې ،خدای دې نه کړي، زما ژوند به څنگ تیریږی

‎خدای دې داسې نه کړي چرې ، چې زه یم او ته دې نه یې

‎وایه ځان درته لوگی کړم، که جهان درته لوگی کړم

‎ مال او زر درنه قربان کړم ، که خپل سر درنه قربان کړم

‎ شاعري مې درنه ځار شه، زندگي مې درنه ځار شه

‎خوشالي مې ستا رضا ده، دا ځواني مې درنه ځار شه

‎که سجده درته جایز وای ،نو زما خانه کعبه یې

‎مور خوږې مورې، مور خوږې مورې

Want your business to be the top-listed Media Company in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address

Khost
2501-2503