MP PVC Pipes Manufacturing Company

MP PVC Pipes Manufacturing Company

Share

03/04/2026

جمعه مبارکه
*‏﷽*
*اٰمَنَ الرَّسُوْلُ ﷺ فرمایلی📖...!!*
کله چې تاسو مسجد ته داخل سئ، نو تر دې مخکې چې کښېنئ، دوه رکعته لمونځ وکړئ.
*【📚بخاري ۴۴۴،مسلم ۷۱۴】*
📓⁴⁵³

01/04/2026

پي وي سي PVC پیپونه
تفصیل: پي وي سي پیپونو د سپک وزن، ډېر عمر لرلو، او اسانه نصب کولو په وجه نړيوال اعتبار خپل کړی دی، دغه پیپونه د زنګ، کېمیايي تعمل او د لمر د وړانګو د جذب په مقابل کي بهترين مقاومت لري.
د استعمال ځایونه: د څښاک د اوبو د لېږد یا آب رسانۍ لپاره، د آب یارۍ لپاره، د بد رفت د اوبو د انتقال او په ساختمانونو کي د برېښنايي چنلونو دغځولو لپاره کاريږي.
زموږ د PVC پایپونو ځانګړتياوي:
مقاومت: د انسان صحت ته د اوبو د کېمیاوي تعملاتو په وجه زیان نه اړوي، د هر ډول محیطي فشارونو لکه د اوبو فشار ، رطوبت اوتخنیکي تصادم په مقابل کي مقاومت لري.
موجودیت: د مختلیفو ځایونو د استعمال لپاره په مختلیفو اندازو او د فشار په بېل بېل مقاومتونو کي د یو اینچ څخه تر دوولس اینچه یې زموږ کمپنۍ تاسي ته تولید کولای سي.
ترميمات: د زنګ نه کولو او په اساني سره دکږېدو د قابليت لرلو په وجه لږ ترميم ته اړتيا لري.
د محمود پښتون تولیدي کمپنۍ تولیدات د بهترین کیفت په درلودلو سره تل د خلګو باور جلب کړي دي.

30/03/2026

🌱 پسرلی څه شی دی؟
پسرلی هغه فصل دی چي هوا پکښي ورو ورو ګرمېږي، واوره وېلي کېږي او نباتات بیا شنه کېږي. دا فصل د نوي پیل او ژوند سمبول ګڼل کېږي.
🌼 د پسرلي ځانګړتیاوي:
• )هوا معتدله کېږي ( نه ډېره سړه وي او نه ډېره ګرمه
• ونې او بوټي شنې کېږي
• ګلان غوړېږي او ښکلا زیاتېږي
• بارانونه زیات وي چي د کرني لپاره ګټور دي
• ورځي اوږدېږي او شپې لنډېږي
🌾 د پسرلي اهمیت:
1. د کرنې لپاره مهم فصل دی
بزګران پدې فصل کي کرنه پیلوي.
2. د طبیعت بیا ژوند
وچ او مړ ښکاره کېدونکی طبیعت بېرته ژوندی کېږي.
3. د انسان لپاره تازه هوا
پاکه او تازه فضا د روغتیا لپاره ګټوره ده.
4. د خوښۍ او میلو وخت
خلک پدې فصل کې مېلې، سفرونه او تفریحي پروګرامونه کوي.
🌸 مشهورې ورځې:
• نوروز (نوی کال) چي د پسرلي له پیل سره تړاو لري
• د ګلونو او شنو موسم
________________________________________
🌿 لنډه خبره:
پسرلی د ښکلا، خوښۍ، او نوي ژوند فصل دی. دا انسان ته امید، انرژي او خوشالي ورکوي.

Want your business to be the top-listed Engineering Company in Kandahar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Address

Shurandam Kandahar
Kandahar

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:30
Tuesday 08:00 - 16:30
Wednesday 08:00 - 16:30
Thursday 08:00 - 16:30
Saturday 08:00 - 16:30
Sunday 08:00 - 16:30