WATAN
09/11/2025
ماته اوس معلومه شوه چي زموږ اکثره وخت د سمی خبری په اوریدلو غلط ځای ته چورت لاړ شي ✈✈✈نو ځکه خو وایم چي باید ژر فیصله ونه کړو.🙆🙆
یاره زه هم باید ابتدایه ښوونځي ته لاړ شم😝😝
یو شاګرد له خپلي معلمي غوښتنه وکړه چې صاحبي تر رخصتۍ وروسته غواړم څو خبري درسره وکړم هغې د شاګرد د لیدو لپاره وخت وټاکی
د لیدو په وخت کې د ښوونکي او زده کوونکي تر منځ دا ډول خبري وسوې👇
ښوونکې: وایه جنابه تا څه ویل؟
شاګرد: ز فکر کوم ډېر ذهین او لایق یم غواړم تر دې یو صنف پورته زده کړي وکړم ته کولای سې تر دې لوړ صنف ته مي تبدیل کړې؟
ښوونکې هلک تر لاس ونیوی او مدیر ته یې بوتلی
مدیر صاحب د زده کوونکي د صلاحیت معلومولو لپاره له شاګرد څخه انټروي واخستل
مدیر:3×4 څو کېږي؟
شاکرد:12
مدیر:6×6 څو کېږي؟
شاکرد:36
مدیر: د جاپان پایتخت کوم ځای دی؟
شاکرد: توکیو
مدیر صاحب تقریبا نیم ساعت سوالونه وکړل خو شاګرد د ټولو سوالونو سم جوابونه ورکړل
مدیر صاحب معلیمي ته وویل که ته کومه پښتنه لري ورڅخه ویې که
ښوونکې سمده
نو ته راته ووایه هغه کوم شی دی چې غوا څلور لري او زه دوه؟
مدیر په تعجب د ښوونکي خواته وکتل😟
شاګرد: پښې
ښوونکې:هغه کوم شی دی چې ستا په پتلانه کې سته او زما په پتلانه کې نسته؟
مدیر سترګي رډي کړې😳
شاګرد:جېب
ښوونکې: د ښځي کنګوري ورېښتیان په کوم ځای کې سته؟
مدیر صاحب پر خوله لاس ونیوی او تر هغه لا حیران سو🥱
شاګرد: افریقا کې
ښوونکې: هغه کوم نرم شی دی چې د ښځي په لاس کې سخت شي؟
د مدیر د زړه ضربان ګرسره ودرېدل😣
شاګرد: نېل پالش
ښوونکې: د ښځو او نارینو د پښو په منځ کې څه شی دی؟
مدیر صاحب نسوار وکړه🤮
شاګرد: زنګنونه
ښوونکې: ډېر ښه اوس دا راته ووایه هغه کوم شی دی چې د واده سوي ښځي ده تر پېغلي غټ وي؟
مدیر صاحب ناګماني جوړه کړه😊
شاګرد: تخت(ګټ)
ښوونکې: بېشکه دا راته ووایه زما د بدن هغه کوم ځای دی چې هلته تر نور ځای رطوبت(لندبل) زیات وي؟
مدیر صاحب خوله اسمان ته وازه کړه ویل فضل خدایه
شاګرد: ستا خوله
تر دې ټولو جوابونو وروسته مدیر وویل زما پر فکر دي لعنت وي ته نور پوهنتون ته ولاړ سه زه به ابتدایي ښوونځی شروع کړم 🤪😹😼🤪🤪
یوه زړه ټوکه
Click here to claim your Sponsored Listing.