Prof. Jawed Mohmand

Prof. Jawed Mohmand

Share

26/05/2025

څه موده وړاندې په بلوچستان کې پر هغو مرکزونو بریدونه وشول چې د داعـ.ش اړوند ګڼل کېدل، مګر مسؤلیت یې رسماً چا نه و منلی.

تازه داعـ.ش په یوه ویډیويي پیغام کې اعتراف کړی، د دغو بریدونو مسؤلین یې بلوڅ بیلتون‌پال بللي او خبرداری یې ورکړی چې سخت انتقام به ترې واخلي.

دغه بریدونه هغه راپورونه تاییدوي، چې د اسـ.لامي امـ.ارت استخباراتي سرچینو وړاندې کړي وو.

اسـ.لامي امـ.ارت ویلي و: د داعـ.ش خراسان اصلي مرکزونه په پاکستان په ځانګړي ډول بلوچستان کې د ISI تر نظر لاندې دي او په افغانستان کې نه کومه ښکاره پناه‌ګاه لري او نه هم کوم مرکز.

25/05/2025

د اسـ.لامي امـ.ارت له دوامدارو سیاسي هڅو او اړیکو وروسته، هند دې ته چمتو شوی چې افغانانو ته بېرته د ویزو ورکولو لړۍ پيل کړي.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې نوې ډیلي به افغان پانګوالو، ناروغانو، زده کړیالانو او نورو اړینو مواردو کې د ویزو صادرول له سره پیل کړي.

21/05/2025

په خوست ګمرک کې له پاکستانه راوړل شوي سلګونه کیلو ګرامه چاوـدېدـونکو توکو نیول څه معنا؟
پاکستان په ټوله معنا هڅه کوي چې افغانستان بې ثباته کړه، امنیت ته یې ننګونې رامنځته کړي او خلک په افغان حکومت بې باوره کړي.
له پاکستان سره په دې فعالیتونو کې مقاومت جبهه هم مستقیمه همکاره ده.

20/05/2025

له سیمې سره د اړیکو د پراخېدو په لړ کې: مولوي امیرخان م.تقي چین ته رسېدلی

د اسلامي ام.ارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان م.تقي د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د چین ولسي جمهوریت ته په رسمي سفر رسېدلی دی. په دغه پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی احمدالله زاهد هم ګډون لري.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې اسلامي ام.ارت له ایران او هند سره تر سیاسي او اقتصادي تماسونو وروسته، له چین سره هم اړیکو ته نوي ابعاد ورکوي. تمه ده چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او سیاسي همکارۍ نوی فصل پرانیزي.

19/05/2025

د بهرنیو اړیکو په ډګر کې د امیر خان مت.قي له بریالي سفر وروسته، تازه نن د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌ الله ب.دري هم د یوه رسمي سفر په موخه ایران ته روان شوی دی.

په نږدې یوه اونۍ کې دا د اسلامي ام.ارت د لوړپوړو چارواکو څویم رسمي بهرنی سفر دی، چې ټول له سیاسي، اقتصادي او تجارتي لاسته راوړنو ډک بلل کېږي.

د دغو سفرونو دوام ښيي چې اسلامي ام.ارت د مشروع تعامل پر لور په چټکو ګامونو روان دی او له نړیوالو سره د افغانستان د ملي ګټو پر محور اړیکې پراخوي.

19/05/2025

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي:
چې له اسلامي اما.رت سره به سیاسي اړیکې پراخې کړي. نوموړی ټینګار کوي چې د افغانستان او ایران نږدې‌ والی مهم دی او تهران چمتو دی چې له اسلامي اما.رت سره په ټولو برخو سیاسي، اقتصادي، تجارتي او فرهنګي برخو کې اړیکې پیاوړې کړي.

Want your business to be the top-listed Media Company in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Address

Kabul
Kabul