Tasal Curative Hospital تسل معا لجوى روغتون
16/05/2026
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
د “تسل معالجوي روغتون” له محترم ټیم سره مو پرون د جمعی په ورځ د ورځنیو مسوولیتونو تر څنګ یو لنډ تفریحي او کاري چکر ترسره کړ.
دغه سفر د ټیمي همغږۍ، متقابل باور او مسلکي اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه تنظیم شوی و
13/05/2026
سلامونه نیکی هیلی او احترامات.
نن مو په تسل معالجوي روغتون کې د نرسانو نړیواله ورځ په ډېرې مینې او خوشحالۍ سره ولمانځله؛ زموږ د نرسانو نه ستړې کېدونکې هڅې او انساني خدمتونه د ویاړ وړ دي ♥️
01/05/2026
تسل معالجوي روغتون
په درنښت خبر ورکول کېږي چې:
ډاکټر رشید ننګیال
متخصص ارتوپیډي او ټروماټولوژي
له دې وروسته هره ورځ له مازدیګر ۴:۰۰ بجو څخه تر ماښام ۹:۰۰ بجو پورې په تسل معالجوي روغتون کې د درنو مراجعینو د معاینې او درملنې لپاره حاضر وي.
ادرس:
کابل – لوګر عمومي سړک، قلعهچه، پل سفید
د اړیکې شمېره:
📞 +93 78 797 1111
کیس راپور
سرلیک: د ۱۰ کلن ماشوم کې Henoch–Schönlein Purpura (HSP)
د ناروغ معلومات:
یو ۱۰ کلن ماشوم نن د خپل مور او پلار له خوا تسل معالجوي روغتون ته راوړل شو.
اصلي شکایتونه:
• د پښو په برخه کې ارغواني دانې (purpura)
• د مفصلونو درد
• د نس خفیف درد
کلینیکي موندنې:
د معاینې پر مهال د پښو په ښکته برخه کې د لمس وړ ارغواني دانې (palpable purpura) موجودې وې.
همدارنګه د مفصلونو لږ پړسوب او حساسیت موجود و.
د ناروغ عمومي وضعیت نسبتاً ثابت و او د شدیدو سیسټمیک نښو شتون نه درلود.
تشخیص:
د کلینیکي نښو نښانو او معاینې پر اساس تشخیص کېښودل شو:
Henoch–Schönlein Purpura (HSP)
تعقیب (Follow-Up):
ناروغ او د هغه کورنۍ ته سپارښتنه وشوه چې د ناروغۍ د جریان او احتمالي عوارضو د څارنې لپاره منظم تعقیب ته مراجعه وکړي.
په ځانګړي ډول د ګردو د اخته کیدو (لکه د ادرار وینه یا پروټین) د ارزونې سپارښتنه وشوه.
همدارنګه هدایت ورکړل شو چې که نښې شدیدې شي، په ځانګړي ډول د نس درد زیاتوالی، پړسوب یا د ادرار بدلونونه رامنځته شي، نو ژر تر ژره مراجعه وکړي.
دوکتور عبدالصمد تسل متحصص داخله اطفال
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul
1001