D - LIMS
ایا د پښو تلي مو سوځيږي او ورسره دوامداره سردرد لرئ؟
د نس بادونه دوامداره قبضیت او ورسره وخت ناوخته اسهال کیږئ؟
ایا بدن مو ګرمیږي او ورسره د هډوکو دردونه لرئ؟
د خیټې او معدې شدید دردونه لرئ؟
ډاکټرنویدخپلواک
د محرقې مکروب چې د سالمونیلا ټایفې او پاراټایفي په نامه هم یادیږي یو ډول بکټریاوي ناروغي ده چې د ناپاکو اوبو او ناپاکو خوړو له لارې ځان د انسان هاضمي سیسټم ته رسوي،دغه مکروبپه لمړیو کې ځان د کوچنیو کولمو په داخلي دیوال کې ځای پرځای کوي او له همدې ځایه د یوې خفتې تر یوې میاشت په ترڅ کې ځان لمفاوي غدو ته رسوي او بلاخره د وینې جریان ته ننوځي او د وینې له جریانه بیا د بدن بله هره سیمه او هر ارګان ګواښلی شي.
1-د بدن ګرمیدل یا نرۍ تبه
2-د هډوکو دردونه
3-د شپې لخوا د پښو تلې سوځیږی
4-د سر دوامداره دردونه
5-د نس دردونه او د نس بادونه
6-دوامداره قبضیت او ځینې وخت اسهالات
7-د ډکو متیازو تور رنګ
8-د معدې دردونه او د خوړو بد هضمي
9-کمزوري او د وزن کمیدل
10-ساړه او پر بدن د لرزې راتګ
11- او په ځینو ناروغانو کې د صفرا کیسه یا تریخې دردونه چې معولا د ښې اوږې په سر کې احساس کیږي.
کله چېد محرقې مکروب په کولمو کې وي نو لاندې زیانونه حتماً منځ ته راوستلی شي.
1- د کولمو زخم
2-له کولمو د وینې بهیدل
3- د کولمو سوري کیدل
4-کم خوني
5-د لمفاوي غدو التهاب د بدن دفاعي ځواک کمزوری کوي او همدغه کمزوري د دوامدارې نرۍ تبې سبب ګرځي.
6-د ځیګر او تورې غټیدل او پړسیدل
7-د هډوکو کمزوري
8-د مغزو د پردو مکروبي کیدل یا مننجیت
9-د غوږ،ستوني او پوزې مکروبي کیدل
10-د بدن د مایعاتو کمښت
11-دوامداره ټیټ فشار
12-د تریخې مکروبي کیدل
13-شاک او بلاخره مرګ
#تشخیص
د محرقې ناروغۍ د تشخیص لپاره لاندې معاینات اړین دي.
1-په وینه کې د محرقي انټي باډي کتل
2-په وینه کې د محرقې د مکروب د انټیجن کتل
3-د ډکو متیازو کلچر او د هډوکو د مغزو کلچ
#درملنه
تر بشپړ تشخیص وروسته د نوموړي مکروب ضد درمل د لس الی پنځلس ورځو لپاره باید وکارول شي
#پرهیز
غوړ خواړه
ترخه او ترشه خواړه
خامې اوبه او ناپاکه ترکاري
ډیر_وخوړل_شي
د میوې جوس
پاکې اوبه
د وریجو سرسر
د ترکارۍ سوپ
ډاکټرنویدخپلواک
06/09/2018
کله چې د معدې درد دوامداره شي نو د نورو مدهشو پایلو ترڅنک د معدې د زخم په هکله هم باید فکر وکړو.
د معدې د زخم نښې:
لمړی:دردونه
کله چې د معدې داخلي دیوال زخمي شي نو د سوزش یا سوخت په څیر خفیف دردونه لري،دغه دردونه کټ مټ د هغو پوښتیو پر سر چې معده یې پوښلې احساس کیږي،ځینې وخت دغه دردونه د سینې د قفس چپ اړخ ته احساس کیږي چې پداسې حالاتو کې ډیری ناروغان غکر کوي د زړه په رنځ آخته دي مګر داسې نده د معدې دردونه هم په نوموړي ساحه کې محسوس کیږي.
دغه دردونه د خوړو تر خوراک وروسته لا پسې شدید شي، بالحصوص د شپې لخوا او معمولاً دغه ناروغان چې کله سحر له خوبه راپاڅي نو خوله یې بد بوی کوي،ټوله مرۍ یې سوخت کوي او د سر ګنګسوالی هم لري.
دویم: له معدې د خوړو مرۍ ته پورته کیدل
هغه ناروغان چې د معدې په زخم آخته دې ډیری وخت د یوې بلې ناروغۍ سره هم لاس او ګریوان کیږي چې موږ په طبي اصطلاح Gastroesophagel reflux disease بولو په نوموړې ناروغۍ که د معمول خلاف هغه خواړه چې د مرۍ له لارې معده ته ورتتلی بیرته له معدې مرۍ ته راپورته کیږي،او ان تر خولې پورې هم راځي چې ناروغ معمولا ترشې اوبه یا تیزابي ذایقه لرونکی احساس پیدا کوي.
ددې ترڅنګ دغه خواړه چې له معدې بیرته مرۍ ته راپورته کیږي د معدې په تیزابو ملوث یا ککړ وي نو د بیرته راپورته کیدو په صورت کې د مرۍ د دیوالونه د تخریش سبب ګرځي او که ځنډنی شي په مهلکو ناروغیو او حتی د مرۍ د سورۍ کیدو سبب ګرځي. که یې درملنه ونکړو همدغه حالت مو د مرۍ په سرطان آخته کوي!ښایې سوال مو ذهن ته راولاړ شي چې د مرۍ سرطان څنګه؟
که باربار د معدې محتویات مرۍ ته راپورته شي نو د معدې د داخلي دیوال حجرات مرۍ ته د راپورته کیدو میلان پیدا کوي او که بلاخره د معدې حجراتو په مرۍ کې ځای ونیوه او هلته یې خپل فعالیت ته دوام ورکړ نو دا یو نیمه سرطاني حالت ده چې مونږ یې په طبي اثطلاح Barrett's esophagus بولو او د وخت په تیریدو همدغه ناروغي د مرۍ په سرطان چې Adenocarcinoma esophagus نومیږي بدلیږي.او له بده مرغه نوموړی سرطان تر ننه پورې لاعلاجه ده
دریم: تورې کانګې یا ډیری وخت وینه لرونکي کانګې:
ښکاره خبره ده چې له زخم نه به وینه بهیږي نه اوبه که چرته مو معده کي زخم موجود وي نو له هغه زخمه به هرو مرو وینه بهیږي او له غذتیي موادو سره به ګډه وډه او بلاخره د استفراق په ذریعه به د ملاحظې وړ ګرځي.
څلورم:تور رنګه بولې
هغه ناروغان چې د معدې ټپ لري د هغو ناروغانو غایطه مواد تور یا قهي رنګ لري ولې؟
ځکه چې له نوموړي ټپه وینه رابهیدلې او له غذایي موادو سره يوځای وړو کولمو نه سترو کولمو او بلاخره له هغه ځایه د مقعد پواسطه اطراح کیږي.
پدغه جریان کې وینه،غذایي مواد او د صفرا کیسې افرازات سره ګډوډ کیږي او بلاخره غایطه موادو ته تور رنګ ورکوي.
پنځم: د اشتها نشتون
هغه ناروغان چې د معدې په زخم آخته دي هغوئ د ډیرو لږو خوړو وروسته د مړښت احساس کوي.
طبیعي خبره ده چې له نورمالې کچې په دایمي توګه کم خواړه د بدن ورځني احتیاجات نشي پوره کوی او همدغه وجه ده چې نوموړي ناروغاډیر ژر وزن له لاسه ورکوي.
ځینې درمل هم د معدې د زخم سبب ګرځي لکه د NSAID کورنۍ او ددغې کورنۍ یو ټابلیټ چې ډیر کارول کیږي د بروفین په نامه یادیږي
د نس پړسوب،دوامداره قبضیت،د زړه بدوالی او سر ګنګسوالی د معدې د زخم نورې نښې دي.
(تر ټولو ښه کيفيت درمل د معدېRG TOP DSR )
د نړۍ ټول مسلمان ملت ته او په خاص ډول ګرانو هېوادوالو ته د کوچني اختر رارسېدو له امله د زړه له کومې مبارکي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Kabul
26000
Opening Hours
| Monday | 07:00 - 12:00 |
| 13:00 - 17:00 | |
| Tuesday | 07:00 - 12:00 |
| 13:00 - 17:00 | |
| Wednesday | 07:00 - 12:00 |
| 13:00 - 17:00 | |
| Thursday | 07:00 - 12:00 |
| Saturday | 07:00 - 12:00 |
| 13:00 - 17:00 | |
| Sunday | 07:00 - 12:00 |
| 13:00 - 17:00 |