Dr Rizwanullah Waqar

Dr Rizwanullah Waqar

Share

21/05/2026

د ۱۴۰۵ کال دNMLE د اماده ګې پروګرام درسي بهیر
عمومی داخله مضمون

استاد: دوکتور رضوان الله وقار
د عمومی داخله ناروغیو متخصص
هضمي سیستم برخه
موضوع : 1 PUD

17/05/2026

د وینې لوړ فشار ته د خاموش قاتل نوم ځکه ورکول کېږي چې ډېری وخت هېڅ نښې نه لري خو کولی شي د زړه حمله فالج د پښتورګو ناروغي رامینځ ته کړي

په نړۍ کې شاوخوا ۱.۴ میلیارده خلک لوړ فشار لري خو ډېر یې حتی نه پوهېږي چې دا ناروغي لري

د لوړ فشار د نړیوالې ورځې (۱۷ مې) پیغام ډېر ساده دی

خپل د وینې فشار په منظم ډول وګورئ
صحي خواړه وخورئ او مالګه کمه کړئ
له سګرټو او الکولو څخه ځان وساتئ او
منظم ورزش وکړئ

درمل د ډاکټر په مشهوره واخلئ!

14/05/2026

د ماشومانو د شیدو یو ډول ناهضمي یا (Lactose Intolerance) معنا دا ده چې د کولمو په داخل کې د “لاکټېز” انزایم کم وي، نو ماشوم د شیدو بوره (لاکتوز) سم نه شي هضمولای. د شیدو یا آیسکریم له خوړلو وروسته ماشوم کې د نس پړسوب، باد، د نس درد، باد لرونکې نس ناستې او کله ناکله خواګرځی پیدا کېږي. یوه مهمه نښه دا ده چې د شیدو له استعمال وروسته ستونزې زیاتېږي او د کمولو سره ښه کېږي. دا حالت اکثره خطرناک نه وي او په کور کې د لاکتوز کم خوراک، مستې یا lactose-free شیدو کارول، او لږ لږ خوراک ورکول مرسته کوي. مور او پلار دې د کلسیم لپاره بدیل خواړه لکه شنه سبزي او هګۍ هم پام کې ونیسي. که ماشوم وزن له لاسه ورکوي، وینه لرونکې نس ناسته ولري، شدید کمزوری وي، تبه ولري یا دوامدارې کانګې کوي، نو ژر دې ډاکټر ته مراجعه وشي ځکه دا ممکن بله جدي ناروغي وي.

06/05/2026

کتاب یو ښه ملګری!

نوکریوال ډاکټر
ژباړه: ډاکټر رضوان الله وقار

درکونه:
ننګرهار مارکیټ، دویم منزل، پښتونستان واټ - جلال اباد
اسحق زی مارکیټ لاندې پوړ - جلال اباد

Facebook_momand626161
[email protected]

0093781626161
0093777626161
0093700626161

Want your practice to be the top-listed Clinic in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address

Kabul
Kabul