Bahij Virtual Academy - BVA
15/07/2024
د اولادونو د روزنې د لړۍ په ۲۳ برخه کې چې څو شېبې وړاندې خپره شوه پر دې خبرې شوې چې تلويزيون، موبايل او کمپيوټر څه ډول د وړو ماشومانو پر ذهن او ماغزو باندې ناوړه او تلپاتې اغېزې کوي.
Parenting Part 23 | 0-3 Years Old | Dr. Abdul Hamid OSMANI | مورولي ـ پلارولي ـ درويشتمه برخه In this 23rd episode of the Parenting Series, Dr. Abdul Hamid Osmani shares crucial insights on child development and the impact of electronic media on young...
19/12/2023
که چېرې مو احساس وکړ چې شهوت او جنسي غوښتنې مو ناببره کمې شوې دي په بېړني ډول مو له خپل ډاکتر سره سلا مشوره وکړئ. دا پېښه عادي مه ګڼئ، له داسې خطرناکو ناروغيو څخه ريښه اخلي چې انسان وژلای شي.
که په تدريجي ډول مو په اوږده موده کې جنسي غوښتنې او شهوت کم شوی وي بيا هم له خپل ډاکتر سره سلا مشوره مه هېروئ. د جنسي احساس کمېدل ګڼې رواني او ذهني ستونزې زېږوي چې د انسان پر شخصي او کاري ژوند برسېره په کورنۍ هم اغېز کوي.
نو د شهوت د کنټرول سوچ مو چورلټ له سره وباسئ. شهوت او جنسي احساس د خدای تعالی يو بېساری او ستر نعمت دی. د ژوند له شريک سره مو څه ډول چې زړه غواړي جنسي اړيکې وساتئ او که د ژوند ملګری يا ملګرې نلرئ ځان په نورو کارونو هومره بوخت وساتئ چې فکر اؤ ذهن مو جنسي مسايلو ته وزګار نشي. ورزش کوئ او د خامو او پخو سلو او سبزيجاتو خوړل مه هېروئ. پوره خوب کوئ او د ژوند له نورو اړخونو خوند اخلئ.
دا اوونۍ د مصنوعي ځيرمنتيا خبرونو پر سر اخيستې ده. د دې ټېکنالوجي بېسارې چټکې ودې ټوله نړۍ حيرانه کړې ده. گوگل د غبرګولي يا Gemini په نوم خپل تر ټولو پرمختللی لوی ژبنی ماډل په بارډ کې فعال کړ چې په ځينو برخو کې له چټ جي پي ټي پرمخ تللی او کره دی.دا ماډل کولای شي وويني، واوري او وغږېږي.
مېټا شرکت بيا د هممهالې ژباړې داسې سيسټم وړاندې کړی چې ستاسو خبرې، ستاسو په خپل غږ د نړۍ ګڼو ژبو ته د دوه ثانيو په ځنډ ژباړلای او خپرولای شي. دا وړتياوې به په راتلونکي کې د مېټا شرکت په اپلکېشنونو کې لکه وټس اپ او منسجر کې هم فعالې شي. تاسو به کولای شئ د نړۍ په هر ګوټ له هر چا سره د هغوی په خپله ژبه خبرې وکړئ. د خبرو او ژباړې د کيفيت له لوړوالي سره سره کولای شي د غږېدونکي انسان احساسات او د خبرو ټون هم ولېږدوي.
د ګوګل، مايکروسافټ او مېټا په ګډون ستر شرکتونه هڅه کوي دغه ټېکنالوجي دومره عامه کړي چې يوه ورځ ستاسو د خپلې بې مزي غوږۍ له لارې چې له موبايل سره مو نښلېدلې وي وکولای شئ د ځمکې پر مخ د هرې ژبې له ګړېدونکو سره د هغوی په خپله ژبه خبرې وکړئ.
20/04/2020
يو خياليګر انځور
Click here to claim your Sponsored Listing.