Lar speenghar
13/06/2026
13/05/2026
لوړه تولید هولسټین عمر/ عمر هولستین پرتولید
له پنځه کلنې وروسته د هولسټین د زوړوالی پوری تړلی ستونزې ورځ تر بلی ډیریږی. مثلا د ناروغیو او د تکثیری سیستم (نه بلاربیدل) پکی څو ځلی ډیریږی چې ډیری خلک له خپلو فارمونو څخه نوموړی غواګانی خشره کوی.
بعد از ۵ سالگی مشکلات ناشی از پیر شدن به گذشت هر روز زیادتر میگردد مثلا افزایش امراض و عقیم شدن چند برابر میگردد و افراد زیاد اینگونه گاو ها را از فارم خشره می نماید.
12/05/2026
په هولسټین نسل کې د غوړیو جین (جنتیک درس)
په هولسټین نسل کې د شیدو د غوړ وروستی زیاتوالی یوازې د ښه خوراک یا مدیریت له امله نه دی بلکی لویه برخه یې د اصلاح شوی جینومیک نسلی غویانو د انتخاب له لارې د DGAT1 د لوړ غوړ الیل زیات والی دی.
هولسټین نسل په تدریجي ډول له جینیټیکي اړخه د لا بډایه شیدو پر لور روان دی — یعنې د شیدو د ترکیب له پلوه یو څه د جرسی نسل ته نږدې کېږي، خو بیا هم د لوړ تولید ځانګړتیا ساتي.
د DGAT1 جین د غوا په غولانزه کې د شیدو د غوړویو جوړولو کې لوی رول لري. دا جین داسې انزایم جوړوي چې د خوراکي موادو څخه د شیدو غوړ (چربي) تولیدوی. په ډېرو نورو ځانګړنو لکه د شیدو مقدار، قد، یا تکثری وړتیا کې زرګونه جینونه ګډه اغېز لري، خو DGAT1 ځانګړی دی، ځکه یو واحد بدلون (mutation) یې پخپله ډېر ښکاره اغېز لري
په شیدو غواوو کې د دې جین دوه مهم ډولونه (alleles) شته:
* د لوړ غوړویو ډول (K / lysine allele) → غوا د شیدو د غوړ سلنه لوړه تولیدوي
د ټیټ غوړویو ډول (A / alanine allele) → غوا عموماً د شیدو ټول حجم زیات ورکوي، خو د غوړ سلنه ټیټه وی
په هولسټین کې ولې مهم دی؟
هولسټین نسل پخوا د دې لپاره اصلاح کېده چې غواوې ډېرې شیدې ورکړي. نو اصلاح کوونکو هغه غویان ډېر خوښول چې د شیدو حجم زیاتوي. له همدې امله د DGAT1 د A ډول جین ډېر عام شو، خو اوس د لبنیاتو بازار بدل شوی. اوس ډېری فابریکې یوازې د شیدو پر لیټرو پیسې نه ورکوي، بلکې د شیدو د غوړیو او پروټین پر اساس قیمت ټاکي. ځکه غوړ او پروټین د کوچو، پنیر او نورو لبنیاتو لپاره ډېر ارزښت لري.له همدې امله نسل اصلاح هم بدله شوه.
د دې جین اغېز څومره ده؟
دا جین دومره قوي اغېز لري چې که یوه غوا د K ډول دوه کاپۍ ولري او بله غوا د A ډول دوه کاپۍ ولري، د شیدو د غوړ په سلنه کې یې نږدې ۱٪ توپیر راتلای شي.
مثلاً:
* یوه غوا 3.6% غوړ لرونکې شیدې ورکوي
* بله غوا 4.5% غوړ لرونکې شیدې ورکوي
د یو واحد جین لپاره دا ډېر لوی فرق دی.
ولې د غوړ زیاتېدو سره شیدې کمېږي؟
غوا محدوده انرژي لري. کله چې DGAT1 جین بدن ته دا توان ورکړي چې زیات غوړ جوړ کړي، نو د خوراک انرژي د شیدو غوړیو ته ډېره ځی.
شیدو کې یو بل مهم شی لاکتوز دی، او همدا لاکتوز د شیدو حجم زیاتوي. که انرژي غوړ ته لاړه شي، لاکتوز لږ جوړېږي، نو د شیدو مقدار یو څه راکمېږي.
نو عموما:
* لوړ غوړ الیل (K) → د غوړ سلنه لوړه، خو شیدې لږ کمې
* ټیټ غوړ الیل (A) → د شیدو حجم زیات، خو غوړ کموی
07/05/2026
د TPI ارزیابی تشریح/ تشریح ارزیابی TPI
د امریکایی هولسټین TPI درجه بندی ارقام د CDCB ادارې ته چې په امریکا کې موقعیت لری وړاندی کیږی. د نسلی غویانو درجې په هره ارزیابې کې تغیر کوی. د مثال په توګه که یو غویا که په ۲۰۱۷ (جنوری زیږیدلی) کې د 3000 TPI درجې درلودونکې وی نو ۲۰۲۶ می میاشت کې باید ۲۲ ځلی د لورګانو پر اساس ارزیابی شوی وی. که چیری ارزیابی شوی نه وی نو منظور دادی چې غویا د نسل د اصلاح د سیستم څخه وتلی دی. فلحاظه هغه کاغذی درجې چې تصدیق شوی نه وی اصلاح رامنځته کولای نشی. هغه هیوادونه چې خپلی درجې لری یا خپل سیستم لری دوی د CDCB اداری ته اړتیا نلری خو که چیری غواړی امریکایې درجې وکاروی نو اړ دی چې د CDCB سره خپل ارثی معلومات شریک کړی.
ارقام درجهبندی TPI هولستین آمریکایی به اداره CDCB که در امریکا موقعیت دارد ارائه میشود. درجهبندی گاوهای نر نسلی در هر ارزیابی تغییر میکند.
بهطور مثال، اگر یک گاو نر که در جنوری سال ۲۰۱۷ تولد شده، دارای درجه 3000 TPI باشد، تا ماه می ۲۰۲۶ باید حدود ۲۲ بار بر اساس عملکرد دخترانش ارزیابی شده باشد. اگر ارزیابی نشده باشد، مفهوم آن این است که آن گاو نر از سیستم اصلاح نسل خارج شده است. فلحاظه درجه های که تصدیق نشده، اصلاح را نمی تواند به میان بیاورد. آن درجههای کاغذی که تأیید و تصدیق نشده باشند، نمیتوانند باعث اصلاح نسل شوند. کشورهایی که سیستم و درجهبندی مخصوص خود را دارند، به CDCB نیاز ندارند. اما اگر بخواهند از درجهبندی آمریکایی استفاده کنند، مجبور هستند معلومات ارثی خود را با اداره CDCB شریک سازند.
06/05/2026
د کوپیکس مونتبلیارد د نسل ۵۵ سلنه خوسۍ د DNA تحلیل ترسره کیږی چې په فرانسې کې د DNA د معاینې لوړ مقام لرونکی نسل دی
✅ یو لک څلویښت زره (۱۴۰۰۰۰)خوسۍ/کلنی زیږون
✅اته اویازره (۷۸۰۰۰) د DNA معاینې
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Kabul
Opening Hours
| Monday | 09:00 - 17:00 |
| Tuesday | 09:00 - 17:00 |
| Wednesday | 09:00 - 17:00 |
| Thursday | 09:00 - 17:00 |
| Saturday | 09:00 - 17:00 |
| Sunday | 09:00 - 17:00 |