ITeach

ITeach

Share

09/01/2026

د کابل ښار په استوګنیزو سیمو کې د مخابراتي
انتنونو او جنراتورونو د منفي اغېزو په اړه رسمي لیکنه

محترمو مسئولینو او اړوندو ادارو ته!
له درناوي سره، دا لیک د عامه روغتیا، ښاري نظم، چاپېریالي خوندیتوب او د خلکو د ارامتیا په اړه یوه جدي او بیړنۍ اندېښنه ستاسو پام ورته رااړوي.
اوس مهال د کابل ښار د لکه احمدشاه بابا مینه , کارنو, شهرنو, خیرخانه او همداسی نور په استوګنیزو ساحو کې، ځینو مخابراتي شرکتونو لکه روشن، افغان بیسیم, اریبا, اتصالات او یو شمېر نورو خپل مخابراتي پایې (انتنونه) د کورونو ترمنځ او د خلکو د اوسېدو په مستقیم چاپېریال کې نصب کړي دي. سربېره پر دې، د همدې پایو ترڅنګ درنې برقي ډیزلي جنراتورونه هم فعال دي چې شپه او ورځ دوامدار شور، لوړ غږ، ارتعاش او چاپېریالي ککړتیا رامنځته کوي.
دا وضعیت لاندې جدي منفي اغېزې لري:
د جنراتورونو دوامدار او لوړ غږ د سیمې د اوسېدونکو ذهني سکون له منځه وړي او د خوب، آرام او عادي ژوند نظم ګډوډوي؛
د قوي ارتعاش له امله د کورونو دیوالونه او بنسټونه زیانمنېږي چې دا چاره د ودانیو د تخریب او د خلکو د ځان‌ساتنې لپاره جدي خطر ګڼل کېږي؛
دوامدار شور د ماشومانو، ناروغانو، امیندوارو ښځو او سپین‌ږیرو پر فزیکي او رواني روغتیا ناوړه اغېزې لري؛
د مخابراتي انتنونو برقي مقناطیسي اشعې (Radiation) د خلکو ترمنځ د روغتیايي ستونزو او اوږدمهالو ناروغیو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي؛
دا کړنې د ښاري اصولو، چاپېریالي قوانینو او د استوګنیزو سیمو د ارامتیا له اساسي معیارونو سره ښکاره ټکر لري.
له همدې امله، له اړوندو دولتي ادارو، شاروالۍ، د مخابراتو تنظیم ادارو او د چاپېریال ساتنې مسئولینو څخه په کلکه غوښتنه کېږي چې:
د احمدشاه بابا مېنې په ساحه کې د یادو مخابراتي پایو او جنراتورونو په اړه بیړنۍ سروی او تخنیکي ارزونه ترسره کړي؛
د استوګنیزو سیمو دننه د داسې تاسیساتو پر نصب قانوني بندیز ولګوي؛
مخابراتي شرکتونه مکلف کړي چې خپل انتنونه او جنراتورونه له ښاري مېشتو سیمو بهر انتقال کړي؛
د خلکو شکایتونو ته جدي، عملي او شفاف رسېدنه وکړي.
د خلکو روغتیا، ارامتیا او خوندیتوب باید له هر ډول سوداګریزې ګټې څخه لوړ لومړیتوب ولري.
په درنښت

09/01/2026

محترم شاروال صاحب!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
له درناوي سره، د افغانستان د تنظیم او شاروالیو له محترمو ریاستونو څخه یوه جدي او ملي غوښتنه لرم.
اوس مهال د افغانستان په ډېری سیمو کې د روانو اوبو ترڅنګ هوټلونه، تفریحي ځایونه او حتی استوګنیز کورونه فعالیت کوي، چې له بده مرغه د تشنابونو (کمودونو) فاضله او چټله اوبه یې پرته له کوم معیاري سیستم څخه نېغ په نېغه سیندونو او طبیعي اوبو ته تویېږي. دویم د کثافاتو اچول سیندونو ته چې دا چارې د چاپېریال، عامې روغتیا او طبیعي سرچینو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
که له کابل څخه پیل وکړو، د کابل ښار، پغمان، قرغې بند، نغلو، سروبي، او بیا د ننګرهار ولایت د درونټې ځوانان پارک، بهسود پل، ورپسې لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې دا ستونزه په ښکاره ډول موجوده ده. همدارنګه که له مزار شریف څخه پیل شي تر بدخشان پورې په اکثریت ولایتونو کې همدا لړۍ روانه ده. باید ټولو هغه ولایتونو هم پاملرنه وشی چې تر اوسه سل سلنه داسی ستونزو سره مخ نه ده د مثال په ډول پکتیا, پکتیکا, خوست, ارزګان, زابل, یا هم نور ولایت زما له نظره قندهار , هلمند, فاریاب, جوزجان, تخار, قندوز, یا هم نور ولایتونه له داسی ستونزو څخه مثتثنا نه وی۔
له محترم دولت او اړوندو ادارو څخه هیله ده چې د چاپېریال ساتنې په خاطر جدي، عملي او قانوني اقدامات ترسره کړي. د دې لپاره اړینه ده چې:
هر اړخیزه سروی پیل شي؛
د فاضله اوبو غیرقانوني سیستمونه وڅېړل شي؛
پر سرغړوونکو هوټلونو او کورونو قانوني بندیزونه ولګول شي؛
معیاري فاضله اوبو سیستمونه عملي او جبري وګرځول شي.
دا ستونزه یوازې د هوټلونو پورې محدوده نه ده، بلکې ډېری استوګنیز کورونه چې د سیندونو ترڅنګ جوړ شوي، هم په همدې ډول عمل کوي. له همدې امله د موضوع لپاره ځانګړې، بېړنۍ او جدي پاملرنه غواړو.
له همکارۍ او پاملرنې څخه مو د زړه له کومې مننه.
په درنښت

04/01/2026

تجارت !!!
غرور , تکبر, ځان لوی ښودنه او ریاکارونه کول خپله د نافرمانې لپاره زمینه برابروی۔
د مدین او ایکی خلکو به په تجارت کې دوکه, بی اتصافی
په ځمکه کې فساد او د الله ج د نعمتونو ناشکری کول,
الله تعالی هفوی تباه کړل اوسنې عصر کې هم تجارت کې ډیر زیاد ستونزی شتون لری۔ تجارانو څخه هیله لرو چې د اصلاحاتو لپاره کار وکړی۔

02/01/2026

۱. مدین څوک وو؟
مدین د ابراهیم علیه السلام د زوی مدین اولاد وو.
دا قوم په شام، حجاز او سینا ترمنځ سیمه کې اوسېده. ځینې مؤرخین یې اوسنی شمال غربي سعودي/جنوب اردن ته تړي.
۲. د کوم پیغمبر ملت وو؟
الله تعالی د دوی لورې ته حضرت شعیب علیه السلام واستاوه.
په قرآن کې ډېر ځلې د “اصحابُ مَدین” او “اصحابُ الْأَیْکَه” په نوم راغلي.
۳. د هغوی کار او مسلک
ډېری خلک یې سوداګر، تجارت کوونکي او بازار لرونکي وو.
د caravan لارې باندې به یې تجارت کاوه.
۴. د مدین قوم اصلي ګناهونه
قرآن یادونه کوي چې هغوی کې دا کارونه عام وو:
د تلې او ترازو کمول (درغلۍ په پیمانه کې)
د بیو لوټ – غلا او فریب
د خلکو حق خوړل
په لارو کې لارې بندول او تکلیف رسول
شرک او بت پرستي
حضرت شعیب علیه السلام ورته ویل:
اوْفُوا الْمِكیالَ وَالْمِیزانَ – تله او ترازو پوره کړئ
وَلَا تَبْخَسُوا النّاسَ اَشْیَاءهُم – د خلکو حق مه خوړئ
۵. د عذاب کیسه
هغوی د پیغمبر خبرې ونه منلې
استهزاء او تکذیب یې وکړ
نو الله تعالی پرې سخت عذاب نازل کړ:
لومړی سخت زلزله/چیغه
بیا د اسمانه توده ساه (حراره) او سیوری لرونکی ورېځ
هغوی ټول هلاک شول، يوازې شعیب علیه السلام او مومنان وژغورل شول.
۶. یادونه یې په قرآن کې
د مدین قوم ذکر په لاندې سورتونو کې راغلی:
سوره الاعراف
سوره هود
سوره شعراء
سوره عنکبوت
۷. عبرت او درس
د مدین قوم له کیسې څخه دا لوی درسونه اخیستل کېږي:
حرام عاید برکت له منځه وړي
د تجارت فریب او دوکه لویه ګناه ده
د خلکو حق خوړل د قومونو د تباهۍ سبب ګرځي
د پیغمبرانو نافرماني عذاب راولي

Want your organization to be the top-listed Government Service in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Kabul

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00