Daily trandes

Daily trandes

Share

29/03/2026

د افغان کډوالو لپاره مهم عمومي معلومات او سپارښتنه❗

د طورخم دروازه اوس مهال تړلې ده، خو هغه افغانان چې غواړي خپل هېواد ته راستانه شي، کولای شي د سپین بولدک لارې څخه استفاده وکړي. دغه لاره فعاله ده او د راستنېدونکو لپاره اړینې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

👈 راستنیدونکو ته د افغان حکومت او نړیوالو مؤسسو له لوري لاندې مرستې برابریږي:
نغدي مرسته
خوراکي توکي
سیم‌کارتونه
صحي خدمات
ترانسپورتي اسانتیاوې
د تذکرو او ثبت معلوماتي خدمات
همدارنګه، بېلابېلې کورنۍ د (UNHCR، IOM، WFP، NRC، DRC، IRW) په څېر مؤسسو ته د لا زیاتو مرستو لپاره معرفي کېږي.

په پاکستان کې د کډوالو لپاره وضعیت ورځ تر بلې ستونزمن کېږي. پولیس لا هم په کمپونو او مېشتو سیمو کې ګرځي، خلک ځوروي او غیر اخلاقي او نامناسب اخطارونه ورکوي. ډېر افغانان له بې‌احترامی، نیونو، جریمې او حتی جبري ایستلو سره مخ دي. چې دا حالت هيڅ افغان ته د زغملو وړ نه دی. په داسې شرایطو کې هلته پاتې کېدل ورځ تر بلې زیات خطرونه لري.

بل لور ته، هغه کسان چې د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنېږي، یوازې نه پرېښودل کېږي. حکومت او مرستندویه مؤسسې ورته نغدي مرستې، خوراکي توکي، صحي خدمات، او د ترانسپورټ اسانتیاوې برابروي. همدارنګه، د کورنیو ثبت او راجسټر کوي څو نورې مرستې هم ورته اسانه شي.

ځینې وروڼه د لارې اوږدوالی او د کرايې زیات لګښت ستونزه یادوي، خو اوسنی فرصت ډېر مهم دی. که څوک وس لري، باید دا چانس له لاسه ورنه کړي، ځکه وروسته کېدای شي شرایط لا سخت شي او د تګ امکانات کم شي.

پاکستان کې پاتې کېدل له خطرونو او ستونزو ډک دي، خو خپل هېواد ته راستنېدل د عزت، امنیت او مرستو ترلاسه کولو فرصت دی. د سپین بولدک خلاصه لاره یو مهم فرصت دی که توان لرئ، حتماً ترې ګټه واخلئ

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address

Street No2
Kabul
1001