Ataullah Ayoubsafi

Ataullah Ayoubsafi

Share

25/12/2024

ازلي دښمن!
جمهوریت کې به د کنړ درو د ړندو بمباریو شاهدي ورکوله او اوس د لوئې پکتیا سر درې د هماغه بمباریو شاهدي ورکوي.
الوتکې او چلوونکي هماغه دي یواځې سیمه یې بدله کړې ده.

03/04/2024

ډاکتر ټیټسو ناکامورا چې افغان کلتور او فرهنګ سره یې بشپړه اشنايي لرله، په پښتو ژبه یې روانې خبرې کولې د افغانستان په ختیځ، بیا ننګرهار کې یو مشهور نوم وه.

هغه نوم چې خلک یې په اورېدو سره هغو سیمو ته فکراً تلل چې نوموړي په کې د جوړونې اورغونې کارونه ترسره کړي دي. نوموړی اصلاً یو جاپانی انجینر وه چې د ۲۰۰۳ م کال راهېسې یې د ننګرهار په کامې، بهسود، کوز کونړ او دره نور ولسوالیو کې د زراعت او مالدارۍ په برخه کې د پام وړ پروژې سرته رسولي لکه د هېواد په کچه د مالدارۍ په برخه کې د روزنیز مرکز فعالول، د کامې ولسوالۍ سربند چې په زرګونه هکتاره ځمکه یې خړوبه کړې ده، په کوز کنړ ولسوالۍ کې د مروارید کانال، یو لوی جامع جومات جوړول چې د سیمې په سلګونه خلکو ته یې پکې د کار زمینه برابره کړې ده همدارنګه یو لوی سیاحتي پارک جوړول.

د ډاکټر ناکامورا جاپاني په نوم مسما دی او هره ورځ ورته زرګونه خلک د تفریح کولو په پار ورځي نوموړي په هېواد کې د اوبو مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخه کې زیات فعالیتونه تر سره کړي او لا یې تر سره کول، خو د هېواد د ابادۍ دښمنانو نه غوښتل چې نوموړی دې دې وران ویجاړ هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي او دې هېواد کې دې پراختیایې پروژې پرمخ یوسې همدا وو چې نن سهار په ننګرهار ولایت کې د هېواد قسم خوړلو، د پراختیا، پرمختګ او ابادۍ دښمنانو په یو برید کې د خپلو څو تنه ساتونکو سره یو ځاې وواژه، هېره دې نه وي چې نوموړی ته د ننګرهار ولایتی ادارې په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په منظورۍ په دې اواخرو کې د روان کال د چنګاښ د میاشتې په ۲۹ نېټه د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړل شوی وه.

ليکوال عطاءالله ايوب صافى

01/02/2024

()

28/01/2024

نړۍ هغه سوري ته ورته ده، چې په خسو پوښل شوی وي۔
عقلمند پرې په احتیاط قدم ږدي

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address

Kabul