Said Hazrat
25/11/2025
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي نړیوالې ورځې په مناسبت
د نجونو د زده کړو ملي کمپاين اعلامیه
د نومبر ۲۵مه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي نړیواله ورځ ده، یو داسې فرصت دی چې د نړۍ او په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو پر وضعیت بايد ژور فکر وشي – هغه ښځې او نجونې چې له سختو، سیستماتیکو او بېسارو محدودیتونو، تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ دي.
له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا واک ترلاسه کړی، افغان ښځې له خپلو ډېرو بنسټیزو بشري حقونو بېبرخې شوې دي. تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز، په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو د کار مخنيوی، د هغوی پر تګ راتګ او د حجاب پر ډول محدوديتونه، او له ټولنیز، سیاسي او فرهنګي ژوند څخه د هغوی بشپړ ايستل، د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک ظلم او بې عدالتۍ څرګندې بېلګې دي. دا کړنې نه یوازې د بشري حقونو او اسلامي ارزښتونو ښکاره نقض دی، بلکې د افغانستان له ملي ګټو او همداراز د افغانستان د پرمختګ او روښانه راتلونکي له هيلو سره هم په ټکر کې دي.
موږ له افغان ولس، په ځانګړي ډول له سیاسي، مدني، فرهنګي او رسنیزو بنسټونو غوښتنه کوو چې د دې بې عدالتۍ او سیستماتیک ظلم پر وړاندې یو موټی شي، خپلې هڅې او مبارزې سره همغږې کړي، او د ټولو مشروع وسايلو له لارې پر اوسني حاکمیت او نړیوالې ټولنې فشار راوړي، څو د ښځو د حقونو نقض ته د پای ټکی کېښودل شي.
همداراز، موږ یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغان ښځو پر وړاندې خپل اخلاقي او حقوقي مسؤولیتونه ادا کړي، او د عملي او اغېزناکو ګامونو له لارې پر طالبانو فشار راوړي، چې د ښځو بشري حقونو ته درناوی وکړي. د هېواد اوسنيو واکمنانو ته هم بايد دا پیغام ورکړل شي چې د ښځو له حقونو سرغړونه د دوی او ملت ترمنځ د ژور اختلاف او واټن یو اساسي لامل دی، او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، نو کېدای شي دا اختلافات د دوی د واکمنۍ لپاره جدي او نه جبرانېدونکې پایلې ولري.
په دې نړیواله ورځ، موږ د افغانستان او نړۍ له زړورو ښځو سره یوځای، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي د پای ته رسولو غږ پورته کوو، او د عدالت، برابرۍ او د ښځو د انساني کرامت د تحقق پر غوښتنه ټينګار کوو.
په درناوي،
د نجونو د زده کړو ملي کمپاين
د ۱۴۰۴ کال د قوس ۴مه
🇦🇫🇦🇫🇦🇫
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the organization
Telephone
Website
Address
1003
Opening Hours
| Monday | 09:00 - 17:00 |
| Tuesday | 09:00 - 17:00 |
| Wednesday | 09:00 - 17:00 |
| Thursday | 09:00 - 17:00 |
| Saturday | 09:00 - 17:00 |
| Sunday | 09:00 - 17:00 |