RTA Pashto
09/08/2022
طالب شنونکی: پخواني حکومت کې جوړ شوي جوماتونه بايد ونړول شي!
طالب شنونکی غفار کامياب وايي، په تېر حکومت کې جوړ شوي جوماتونه، روغتونونه، ښوونځي او ټولې آبادۍ بايد ړنګې او له سره جوړې شي. د رسنيو دغه ناندريزه څېره ټينګار کوي، چې د امريکا په پيسو شوې آبادي د شريعت پر اساس مردوده ده او د طالبانو رژیم به دغه ړنګې شوې آبادي له سره په اسلامي او افغاني بودجه جوړوي. دغه طالب يو ځل وړاندې هم د جمهوريت پر مهال د نجونو ښوونځيو کې د نشه يي توکو د استفادې ادعا کړې وه، چې وروسته يې بښنه وغوښته.
29/07/2022
د سویلي افریقا په انګولا کې یو ۳۴ ګرامه ګلاب رنګه الماس موندل شوی، چې باور کېږي په تېرو ۳۰۰ کلونو کې د دې رنګ تر ټولو ستر الماس دی.
دې الماس ته د "لولو روز" یا ګلاب نوم ورکړل شوی. له دې مخکې له یوې ډبرې یو بل الماس موندل شوی و، چې دریای نور نومېد، ۱۸۵ قیراطه و او اوس د ایران په شاهي ګاڼه کې شامل دی.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul