Dr Rafiullah Rafi
08/07/2024
ښاغلى ډاکټر نعمت الله (حقمل)
د زړه داخله ناروغي، انجيو ګرافۍ، انجيوپلاستۍ يا د سپرنګ اچول، پيسميکر يا د زړه بطرۍ، د وينې لوړ فشار،
د وينې غوړ او شکر د ناروغيو متخصص،
چي د هندوستان په ميډنټا د ميډي سيټي روغتون کې يې د زړه په برخه کې تخصص ترسره کړی، له دې وروسته د هرې جمعې په ورځ له کابل څخه کیمز شفاء روغتون ته راځي او د یادو ناروغیو تشخیص او تداوي لپاره ګرانو هيوادوالو ته خدمات وړاندې کوي.
کاري وخت: د هرې جمعې ورځ
د روغتون اړیکې شمیره: 0767016000
ادرس:ګرديز ښار کابل لين،بلند منزل ساحه،نوى کابل اډى ته مخامخ،
02/07/2024
متخصص صاحب ته ښه راغلاست وايو!
ښاغلى ډاکټر احمد جواد ( جمال )
د سترګو ناروغیو او جراحي با استعداده ترینر متخصص چې د کینګ اډوارډ پوهنتون او د لاهور په مایو روغتون کې یې تخصص ترسره کړی، له دې وروسته د هرې جمعې په ورځ له کابل نور تخصصي روغتون څخه کیمز شفاء معالجوي روغتون ته راځي او د یادو ناروغیو تشخیص او تداوي لپاره په قوي هوډ او نويو مېتودونو سره هيوادوالو ته خدمتونه وړاندې کوي.
کاري وخت: د هرې جمعې ورځ
د روغتون اړیکې شمیره: 0767016000
Kims Hospital Mohammad Asif Bahar Ahmadullah Totakhil Khanzaman Mainzoi Khalid Roshan Abdulghani Basirat
26/06/2024
*⭕️ پوهېږئ چې بې خوبي د انسان لپاره کومې ستونزي را ولاړوي !
*🩺 د بی خوبئ ستونزې !*
1 - د حافظې کمزورتیا ،
2 - د ﺯړه حمله ،
3 - د ﺯړه ناروغۍ ،
4 - د ﺯړه د ټکانو ګډوډي ،
5 - مغزي سکته ،
6 - ژر ﺯړښت ،
7 - د وﺯن ﺯياتوالۍ ،
8 - د حافظې ګډوډي ،
9 - د شکر ناروغۍ ،
10 - د وينې د فشار لوړوالي ،
11 - ژور خفګان ،
12 - د ځیرکتيا کموالې .
*📢 که چېري تاسو د خوب نه راتلو مشکلات لرئ نو حتماً د
ډاکټر سره مشوره وکړئ .*
Rafi Ullah Rafi
Kims Medical Complex
23/06/2024
شاک:Shock
د طب او نرسینګ زده کړیالان او د عاجل وارډ کارکوونکی باید د شاک(Shock) اړوند نښی وپیژنی او د دی بیړنی حالت درملنه په وخت تر سره کړی.
تعریف:Diffination
شاک قوی ژوند ګواښونکی حالت دی. شاک هغه وخت رامنځته کیږی چی کله بدن ته د دورانی وینی بهیر کم یا له ستونزی سره مخ شی.
شاک پنځه⑤ اصلی ډولونه لری چی په لاندی توګه یی یادونه کیږی.
① — اناپیلاکتیک شاک:Anaphylactic Shock
دا ډول شاک د حساسیت په وړاندی دبدن د عکس العمل په پایله کی منځته راځی. عوامل یی.
درمل لکه پنسیلین،سیفالوسپورین او وریدی آیرن.
د خزندو نیش یا چیچلو له لاری.
دځینو نباتاتو شیره...
نښی: Sign/Symptoms
← د فشار ټیټ والی یا سقوط.
←د تنفس یا ساه اختلو ستونزی
← د ژبی او شونډانو پړسیدل.
← د پوستکی رنګ الوتل.
درملنه: Treatment
ایپنفرین (epinephrine)وریدی لګول ورپسی هایدروکورتیزون(hydrocortisone) او انتی هستامینیک د تنفس د اخستلو لپاره اکسجن او یا هم برانکودایلوټورز لکه البوتیرول(albuterol) تطبیقول.
②— کاردیو جینیک شاک:Cardiogenic shock
دغه شاک معمولا د زړه عضلی ته د وینی له نه رسیدلو یا (MI) او د زړه د حملی (heart attack) په پایله کی واقع کیږی.
نښی:S/S
←د زړه د حرکاتو ډیریدل(increased heart rate)
←سخت او زر زر تنفس.
← د رنګ بدلیدل یا الوتل.
← د تشو متیازو نشتون یا کمیدل.
Treatment : درملنه:
د ترومبولایتیک درمل تر څو وینه نرۍ کړی او د جراحۍ عملیات انجیوپلاستی تر سره کول.
③— هایپووالومیک شاک:Hypovalemic Shock
دا شاک هغه مهال رامنځته کیږی چی بدن ۲۰% سلنه یا تر دی زیاته وینه له لاسه ورکړی. چی ډیری وخت د ټپی کیدلو او ترافیکی پیښو وروسته منځته راځی.
نښی:S/S
← د وینی بهیدل.
←خولی کیدل.
←ګنګسیت.
←ګچ او ګول کیدل(Confusion)
←په بیړه تنفس کول.
←د ننۍ وینی بهیدنی په صورت کی د ګیډی درد ،ګانکی او د تور رنګه غایطه موادو خارجول.
درملنه: Treatment
داسی مرسته وشی چی د وینی بهیدل و دروی او دلاسه تللو مایعاتو د بیا پوره کولو لپاره وریدی کرستلویید او د وینی ور کونه پیل شی.
داسی درمل لکه ډوپامین (dopamine) او ایپنیفرین(epinpherine) د زړه د حرکاتو د زیاتید او دوینی د پمپ کولو د قدرت په خاطر تطبیق شی.
④— نیوروجینیک شاک:Nueroginic Shock
دا رقم شاک هغه وخت راځی چی د عصبی مرکزی سیستم خرابتیا رامنځته شی او یا (spinal cord) ته صدمه ورسیږی.
نښی:S/S
←دفشار یو ناڅاپه ټیټدل.
← ګرم او رنګ الوتی پوستکی.
← د زړه د حرکاتو کموالی.
درملنه: Treatment
د لاندی درملو کارونه
لکه ، atropine، Dopamine ،vasoprosin تطبیقول تر څو د زړه حرکات او د زړه ضربان نارمل حالت ته راوګرځی.
⑤— سیپټیک شاک:Septic Shock
دا ډول شاک د باکتریاوو، ویروسونو او فنګل د حملی په پایله کی چی سيپسیس(Sepsis) رامنځته کوی او بیا سيپټیک شاک را منځته کیږی.
نښی:S/S
د تشو متیازو کموالی.(low urine out)
تبه.
ګنګسیت.
سرګرځیدل.
د زړه ضربان زیاتوالی.
زر زر تنفس کول.
درملنه: Treatment
د موجود انتان لپاره د هغه اړوند وریدی انتی بیوتیک ورکول د حیاتی اوګانونو له خرابیدلو مخنیوی د انسولین او کورتیکواستروییدونو تطبیقول.
Rafi Ullah Rafi
Kims Hospital
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Kabul