Econopath
23/05/2026
نوی ډیلی وايي افغانستان ته یې د بيسيجي، تیتانوس او ډېفتریا (ټيډي) واکسینونو لپاره ۲۰ ټنه وچ اړین مواد استولي او نورې ټولګې یا محمولې هم پر لاره دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جایسوال پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه درمل په افغانستان کې د ماشومانو د واکسیناسیون پروګرام ملاتړ لپاره استول شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې هېواد یې د افغانستان له خلکو سره په روغتیايي برخه کې د همکاریو دوام ته ژمن دی.
هند که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو په دې وروستیو کې یې ورسره تعامل او اړیکې پرخې کړې دي.
دغه هېواد له افغانستان سره په ځانکړې توګه روغتیايي سکتور کې همکاري جاري ساتلې او په دې برخه کې یې خپلې مرستې تر هغې وروسته زیاتې کړې چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د شخړو له کبله پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لارې وتړل شوې.
نوي ډلي په دې لړ کې مخکې هم افغانستان ته لسګونه ټنه درمل او روغتیايي تجهیزات استولي دي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Contact the school
Telephone
Address
Kabul