Aimal Azimi
14/05/2026
اتله! خدای تعالی د پوره صحت درکړي🙏🙏🙏
12/05/2026
د بوډۍ چرګه!!!
یو وخت یو شغال د یوې بوډۍ میرمنې یوه چرګه وتښتوله. کله چې زړې ښځې ولیدل، چې د هیګیو چرګه یې د شغال په خوله کې ده او منډې ورسره وهي. نو نارې یې کړل: راشئ، چې څلور منه چرګه مې شغال یو وړه.
شغال چې دا خبره واوریده زړې ښځې ته یې مخ کړ او غوښتل یې ښکنځل ورته وکړي. په دې وخت کې ګیدړه راغله او پوښتنه یې ورڅخه وکړه، چې چرګه دې نیولې ده ولې یې نه زغلولې؟ شغال وویل: دا څومره دروغجنه ښځه ده، ما یو چارک چرګه نه ده تښتولې دا وایي څلور منه چرګه مې یې یوړه.
ګیدړې ورته وویل: ته ماته راکړه، چې زه یې وګورم چې ریښتیا یو چارک ده او که څلور منه. شغال هم ورکړه. ګیدړې ورسره منډې کړل او بوډۍ ته یې ور نارې کړل: اوس ووایه ګیدړې زما لس منه چرګه یوړه.
د کیسې مطلب: خپل کار کوه د خلکو په خبرو پسې سر مه ګرځوئ، ځکه خلک په هر څه کې یوه خبره لري.
ژباړه: Aimal Azimi
02/05/2026
دری خطرناک دښمنان!!!
انسان که هر څومره پوه، ځیرک او بااستعداده وي، تر هغه وخته چې پر خپل نفس واکمن نه وي، د لوړو منزلونو تر دروازې نه شي رسېدلای. د نفس تربیه او کنټرول هغه بنسټ دی چې بریا پرې ولاړه ده.
ناپلیون هیل په خپل کتاب «د شیطان دوکه» کې وایي: انسان باید دوه مهم شیان تر کنټرول لاندې راولي، تر څو پر خپل ځان واک ترلاسه کړي؛ یو یې خیټه او بل یې ژبه ده. هغه ټینګار کوي چې هر څه نه خوړل، د خوراک نظم ساتل، او هر ځای بېځایه خبرې نه کول، هغه مهارتونه دي چې انسان له نورو جلا او محترم کوي.
خو که موږ ژور فکر وکړو، یو بل ځواک هم شته چې له دې دواړو کم نه دی، بلکې کله ناکله تر هغو هم ډېر خطرناک وي، او هغه د انسان جنسي غریزه یا شهوت دی. که دا ځواک مهار نه شي، نو د عقل، دین او شخصیت بنسټونه نړوي.
په حقیقت کې، دا درې ځواکونه: خیټه، ژبه او شهوت—د انسان د شخصیت اصلي محورونه دي. که یو څوک دا درې واړه سم کنټرول کړي، نو که عادي انسان هم وي، کولای شي ځان لوړو مقامونو ته ورسوي. خو که دا بېمهاره پاتې شي، نو ډېر پوه او هوښیار کسان هم د پرمختګ له لارې را غورځوي.
د همدې حقیقت په اړه زموږ خوږ پیغمبر ﷺ څومره ښکلی او ژور ارشاد فرمایلی دی: «مَن يَضْمَن لِي مَا بَيْنَ لَحْيَيْهِ وَمَا بَيْنَ رِجْلَيْهِ أَضْمَن لَهُ الْجَنَّةَ»
ژباړه: چا چې ماته د خپلې ژبې او خپلو جنسي غړو ضمانت راکړ، زه ورته د جنت ضمانت ورکوم.
دا حدیث شریف موږ ته دا راښيي چې د انسان د نجات او بریا لوی راز په همدې دوو کنټرولولو کې نغښتی دی، او که د خوراک کنټرول هم ورسره یوځای شي، نو انسان د نفس له سترې جګړې بریالی راوتلی شي.
نو پایله دا ده: هغه څوک چې خپله خیټه، خپله ژبه او خپل شهوت اداره کړي، په حقیقت کې یې خپل ځان فتح کړی دی. څوک چې ځان فتح کړي، نړۍ فتح کول ورته ستونزمن کار نه دی.
ژباړه: Aimal Azimi
احمد مبشر عظیمي
Click here to claim your Sponsored Listing.