Farmanullah Raihan
07/04/2026
مومند صاحب لومړی افغان او په نړۍ کې څلورم مسلمان ستورمزلی دی، په ۱۹۸۸ کال کې د یوې ګډې افغان-شوروي پروژې له لارې فضا ته پورته شو.
دلته یې لنډ جزیات دي:
• نېټه: هغه د ۱۹۸۸ کال د اګسټ په ۲۹مه د قزاقستان له بایکونور فضايي مرکز څخه الوتنه وکړه.
• بېړۍ: هغه د Soyuz TM-6 په نوم یوه شوروي فضايي بېړۍ کې له دوو روسي ستورمزلو (ولادیمیر لیاخوف او والیري پولیارکوف) سره فضا ته لاړ.
• ځای: دوی د میر (Mir) په نوم فضايي تمځای ته لاړل او هلته یې ۹ ورځې تېرې کړې.
• موخه: هغه په فضا کې علمي څېړنې وکړې، د افغانستان د خاورې عکسونه یې واخیستل او له هغه ځایه یې په پښتو ژبه د خپلې مور او افغان ولس سره خبرې وکړې.
دا د افغانستان په تاریخ کې یوه ډېره مهمه لاسته راوړنه وه چې عبدالاحد مومند یې د تل لپاره د هېواد په کچه یو ویاړ وګرځاوه.
05/04/2026
اسټرالیا کې یوازې په دې شنې برخه کې یې انسانان ژوند کوي نوره ټوله برخه یې صحرا (سارا) ځنګل او غرونه دي.
Farmanullah Raihan
゚
゚viralシ
31/03/2026
چارلي چاپلين وايې: ځوانۍ کې، يو ځل له خپل پلار سره د سرکس نندارې ته لاړم. موږ په کتار کې ودرېدو، او زموږ مخکې يوه شپږ کسیزه کورنۍ هم ولاړه وه. هغوی بيوزله ښکارېدل، خو جامې یې پاکې وې، او ماشومان یې د نندارې لپاره بېصبره او خوښ و.
کله چې د ماشومانو فقیر پلار د ټکټونو غرفې ته ورنږدې شو او ټکټونه یې واخیستل، ډېر خفه شو، ځکه ټکټونه ګران ول. خپلې مېرمنې سره یې په پټه خبرې وکړې؛ داسې ښکارېده چې زړه یې خپه و، خو له خلکو شرمېده چې ټکټونه بېرته ورکړي.
په همدغه شېبه کې، زما پلار د شلو ډالرو نوټ له خپل جېب نه راوایست، د فقیر سړي پښو ته یې وغورځاوه، بیا یې ورته وویل:
ورورجانه، ستا پیسې لوېدلې دي، پورته یې کړه.
سړي چې نوټ جګ کړ، له خوشالۍ یې سترګې لمدې شوې. او سترګې یې اسمان ته پورته کړې او په ژړغوني غږ یې وویل:
"شکر خدايه!"
کله چې زمونږ وار راغی، پلار مې له لاسه ونیولم، او له کتار نه ووتو، ځکه چې پلار مې پرته له هغه شلګونه نورې پیسې نه لرلې.
دا ننداره زما په ژوند کې تر ټولو غوره نندارو وه. زه په خپل پلار ویاړم.
د نه ماتیدونکي زندان څخه تیښته 😱
د الکټراز زندان څخه د ۴ قیدیانو تیښته
Click here to claim your Sponsored Listing.